غزه کې د بشري مرستو ترلاسه کولو لپاره له سلو ډېر راټول شوي کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د رپوټونو له مخې د غزې شمال کې د بشري مرستو ترلاسه کولو لپاره تر سلو ډېر راټول شوي فلسطینیان وژل شوي دي.
فلسطیني رسنیو د روغتیايي چاراکو له خولې لیکلي، چې اسرائیلي ځواکونو پر راټولو شویو خلکو ډزې کړې.
د اسرائیل یوې پوځي سرچېنې هم د ډزو رپوټ تایید کړی دی.
دې سرچینې ویلي ځواکونو یې له هغې وروسته ډزې کړې، چې خپلو سرتېرو ته یې خطر احساس کړی دی.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) ویلي، لسګونه کسان هله ګوله کې تر پښو او موټرونو لاندې شوي دي.
د غزې ښار کې یوه ژورنالیست بيبيسي ته ویلي، چې د اسرائیلو ټانکونو پر راټولو شویو خلکو ډزې وکړې.
د اسرائیلو پوځ د ټانک د ډزو په اړه بې خبري ښودلې، او ویلي یې دي، چې د پېښې په اړه څېړنې کوي.
د غزې له ښاره پر خواله رسنیو خپرو شویو خواشینوونکو تصویرونو کې ښکاري، چې د لسګونو کسانو مړي د مرستو په تشو لاریو او خر ګاډو کې سر په سر اچول شوي او لېږدول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې پېښې لږ مخکې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت اعلان کړی و، چې د اکتوبر له اومې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو پوځي عملیاتو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر پر ۳۰ زرو اوښتی دی.
دا د دې جګړې د وحشتناکې مرګژوبلې تر ټولو تریخ اړخ ډاګیزوي، ځکه دا شمېر د غزې د ټولو ۲ اعشاریه ۳ میلیون وګړو یو اعشاریه درې سلنه برخه جوړوي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د حماس روغتیا وزارت دا هم ویلي، چې د وژل شویو کسانو ستره برخه ښځې او ماشومان دي.
خو دا یې نه ده روښانه کړې، چې په وژل شویو کې څومره ملکیان او څومره وسله وال دي.
دغه وزارت پنجشنبه د جګړې د ورځنیو تلفاتو د اعلان پر مهال وویل، چې تېر ۲۴ ساعته په غزه کې ۸۱ نور کسان وژل شوي او په دې توګه دغلته د جګړې له پیل راهیسې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۳۰ زره ۳۵ ته رسېدلی دی.
خو اټکل دا دی چې د وژل شویو واقعي شمېر ښايي تر دې لار ډېر لوړ وي، ځکه زرګونه کسان لا د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د نړیدلو ودانیو تر ویجاړیو لاندې ورک دي او د حماس روغتیا وزارت لخوا خپرېدونکو شمېرو کې هغه کسان هم شامل نه دي چې روغتونونو ته نه دي رسول شوي.
د غزې جګړه کې د وژل کېدونکو کسانو مړینه یوازې هغه مهال ثبت او تاییدېږی، چې مړی یا د بدن کومه برخه یې روغتون ته انتقال او د روغتیايي کارکوونکو لخوا وکتل شي.
دغه وزارت، چې په غزه کې د مرګژوبلې د اعلان یوازنۍ رسمي سرچینه ده، همدا راز له ۷۰ زرو ډېر ټپيان هم ثبت کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې او نور نړیوال سازمانونه هم د غزې د روغتیا وزارت پر ارقامو استناد کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان "ډبلیو اېچ او" ویلي، چې د غزې روغتیا وزارت سره "اوږدمهاله همکاري" او دا چې دغه اداره "د مالوماتو راټولو/تجزیې ښه وړتیا لري."
ډبلیو ایچ او وایي، که د مړینې اوسنۍ کچه د تېرو جګړو پر مهال د ملګرو ملتونو لخوا ثبت شویو ارقامو سره پرتله شي، "نو په زغرده د ملیکانو د وژل کېدو ډېرېدونکی شمېر ښیي، چې ستره برخه یې ماشومان او ښځې دي."
د اسرائیل پوځ د جګړې د مرګژوبلې او همدا راز د ملکیانو او وسله والو ترمنځ د توپیر په تړاو بيبيسي ته یوازې دومره ویلي چې "د وژل شویو ترهګرو شمېر شاوخوا ۱۰۰۰۰ ته ته رسېږي."
په غزه کې یوازې جګړه او تاوتریخوالی نه دی چې د خلکو ژوند اخلي.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړي چې د دې تراړې د ټول نفوس څلورمه برخه خلک له لوږې سره مخامخ دي او ترمنځ یې په ډراماتیک ډول ساري ناروغۍ هم خپرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په وینا وار دمخه په غزې کې درمل او روغتیايي چوپړونه محدود دي.
همدا تېره ورځ (چارشنبه) د غزې د شمال په دوو روغتونونو لږترلږه شپږ ماشومان له خوارځواکۍ او د وجود د اوبو له کمښته مړه شوي دي.
په غزې کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس ډلې تېر کال د اکتوبر پر اومه د اسراییلو په سویل برید وکړ.
د اسراییلي سرچینو په وینا دغه برید کې ۱۲ سوه اسراییلیان ووژل او ۲۵۳ نور حماس وسله والو یرغمل کړل.











