غزه کې د جګړې نژدې پنځه میاشتې پوره شوې؛ د جګړې په ډګر کې پر ځايي خلکو څه تېرېږي؟

د عکس سرچینه، Reuters/BBC
په داسې حال کې چې پر غزې د اسرائیلو له یرغله نژدې پنځه میاشتې تېرېږي، بي بي سي د غزې جګړې له زیانمنو سره له څو ځانګړو لارو خبرې کړي چې بوږونکي کېسې او د ژوند سخت حالت بیانوي.
په غزه کې لسګونو خلکو د پیغامونو، ویډیوګانو، لیکونو او ټیلیفون له لارې د خپل ژوند سختۍ بیان کړي او ښيي چې د څو میاشتو دغې جګړې خلک له هره پلوه سخت ځپلي او ډار کړي دي.
د ولسي وګړو تر څنګ له ډاکټرانو، مرسته رسوونکو او ان د پاخه عمر خلکو سره له خبرو ښکاري چې په غزه کې که له یوې خوا بمباریو او عملیاتو د ژوند کړۍ تنګه کړې، له بلې خوا د ژوند ژغورنې عملیات او مرستې یا د نشت په حساب دي او یا په سختیو تر خلکو رسېږي.
ډاکتر محمد الشېخ نن ناوخته بي بي سي ته په لېږلي یوه پیغام کې ویلي: "زه په الشفا روغتون کې وېده کېږم او همدلته خدمت کوم."

دا روغتون د غزې په شمال کې د اسرائیل ځمکنیو عملیاتو تر ګواښ لاندې فعالیت کوي.
نوموړی ډاکټر وايي "موږ په اونۍ کې اووه ورځې او ۲۴ ساعته دلته یو، په سختۍ که درې یا څلور ساعته ارام وکړو."
د رفح په سیمه کې یوې خبریالې بي بي سي ته په لېږلي پیغام کې ویلي: " له جګړې مخکې به مو تیاره ډوډۍ اخېسته اوس په سختۍ دومره شی پیدا کړو چې خپله یې پاخه کړو."

۲۶ کلنه اصیله موسی د نن (سې شنبې) ورځې حال بیان کړی وايي "سهار وختي مې لمونځ او تلاوت وکړ، بیا مې له مور سره ډوډۍ پخولو کې مرسته وکړه، پخوا به مو تیاره راوړله اوس مو په سختۍ کور کې پخه کړه او دې چارې درې ساعته وخت ونیو."
"د خپل خاوند په غم کې د ځان ورکولو په لټه یم"
۶۵ کلنه سمیرا نورالله دا مهال په مرکزي غزه کې د دیرالبلا د کډوالو کمپ کې اوسېږي، له هغې ځایه له بي بي سي سره په ورځنیو چارو او د میړه له مرګه وروسته په وضعیت غږیدلې.

دا وايي، ''د میړه له مرګه وروسته هر وخت هڅه کوم چې ځان په څه شي بوخت او خپل فکر بدل کړم خو په یوازې ځان دا راته ډېره سخته ده، نن مې دوه ځلې کالي پرېمېنځل، زه غواړم ځان د خپل کور په کارو کې بوخت وساتم."
یو مرسته رسونکی: "تېره ټوله شپه سختې بمبارۍ وې"

۵۹ کلن ابو عمر هم په روانو چارو بي بي سي ته پیغام پریښی، هغه دا مهال له خان یونسه کډوال او په رفح کې اوسېږي.
نوموړی وايي: "بیګا ټوله شپه بمبارۍ وې، ډېره سخته شپه وه، فکر نه کوم چې په داسې وضعیت کې څوک یو ساعت یا نیم ساعت خوب وکړی شي."
ابو عمر پخپل پیغام کې ویلي چې دی د یوه خیریه بنسټ سره کار کوي او په پلان کې ده چې "نن بې ځایه شویو خلکو ته شاوخوا ۲۲۰۰ خوراکونه تیار کړي."
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوالې ټولنې تر څنګ ګڼو نورو نړیوالو بنسټونو منلې چې د مرستې رسولو چارې د ځنډ تر څنګ له خنډونو سره مخ دي، او دوی په سختۍ تر جګړه ځپلو او بې ځایه شویو خلکو رسېږي.
تنیکو ځوانانو ویلي چې په ډزو کې وېده کېږي او سهار بیا د ډزو په اوازونو پاڅېږي، دوی وايي ډېر وخت خو له ساړه او ډاره خوب نه ورځي او کرۍ شپه ویښ وي، هغه چې ژوندي دي، د ویرې تر څنګ له رواني پلوه سخت کړېږي.
د غزې په شمال کې ځینې کلابند خلکو ویلي "ماشومانو ته تر ورځو ورځو خوراک او ډوډۍ نه رسېږي."

ځینو یې ان د څښاک اوبو له نشتوالي هم شکایت کړی دی.
څو ډاکټرانو بي بي سي ته ویلي روغتیايي خدمات د نشت په حساب دي، روغتونونه د خلکو د سرپناه په ځایونو بدل شوې، درمل ختم دي او له دې سره ځینې روغتونونه هم د اسرائیلو د بمباریو ښکار شوې.
جګړې څومره مرګژوبله اړولي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د رپوټونو له مخې د تېر کال په اوکتوبر کې د جګړې له پیل را وروسته په غزه کې نږدې ۳۰ زره فلسطېنیان وژل شوي دي.
د حماس د روغتیا وزارت ویلي، "اسرائیلو ۲۹۷۰۰ فلسطېنیان وژلي" او لسګونه زره نور ژوبلول شوي دي.
د لسګونو زره دغو مرګژوبلو تر څنګ پر رفح د اسرائیلو د بریدونو ګواښ د مرګ ژوبلې زیاتېدو اندیښې له بل هر وخته ډېرې کړي.
اسرائیلو ویلي دا جکړه د اکتوبر په اوومه د حماس له برید او د حماس په لاس د ۲۵۳ اسرائېلو له برمته کېدو وروسته پیل شوي.
د دوی له منځه یې ځینې د لومړني اوربند پر مهال خوشې شوې او ویل کېږي چې ۱۳۰ شاوخوا لا هم یرغمل دي، څه د پاسه دوه اونۍ وړاندې اسرائیلو وویل چې د دوی له منځه یې ۲۹ نور وژل شوي دي.
د یرغمل شویو په اړه وروستۍ کره شمېرې نشته.

د عکس سرچینه، EPA
د اسرائیل جنګي کابینې ویلي، که حماس د مارچ میاشتې تر لسمې نېټې یرغمل شوي اسرائیلیان خوشي نه کړي، په رفح کې به یرغلیز عملیات پیل کړي.
دا هغه ځای دی چې په غزه کې د سختو جګړو له کبله ګڼو فلسطینیانو پناه ور وړې.
اسرائیلو وار له مخه په رفح کې کډوالو فلسطينیانو ته د سیمې د پرېښودو خبرداری ورکړی دی.
بلخوا د اسلام سپیڅلې میاشت (روژه) هم داسې مهال را روانه ده، چې په رفح کې شاوخوا یو نیم میلیون فلسطېنیان بې سر پناه دي، لوږه او بې وزلي هسې هم خپره ده. اټکل کېږي چې سږ کال روژه به د مارچ میاشتې پر لسمې پیل شي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن: "تمه لرم تر دوشنبې لنډ مهاله اوربند وشي"

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې پر اسرایئل په رفح سیمه د عملیاتو نه کولو لپاره نړیوال فشارونه په ډېرېدو دي خو لا هم وضعیت ترېنګلی دی.
په غزه او رفح کې د اوربند په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې له ۱۵ هېوادونو ۱۳ استازو د اوربند په ملاتړ رایه ورکړه خو امریکا رد او بریتانیا هیڅ رایه نه ده کارولې.
که څه هم د پنځو میاشتو په جګړه کې تر اوسه یو ځلې لنډ مهاله اوربند عملي شوی خو بیا هم د اوربند لپاره ټولو هڅو څه نتیجه نه ده ورکړې.
روانه اوونۍ داسې خبرونه هم خپاره شول چې اسرائیلي حکومت پرېکړه کړې چې د مصر، قطر او امریکا له استازو سره په غزه کې د یوه احتمالي اوربند په تړاو خبرو لپاره پاریس ته یو پلاوی استوي.
داسې هم ویل شوي چې اسرائیل قطر ته هم د اوربند په سر د خبرو لپاره یو پلاوی استوي، د مصر دولتي خبري اژانس ویلي په دې خبرو کې به د حماس یو پلاوی هم حاضر وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې ټولو هڅو سره د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي "تمه لري چې تر راتلونکي دوشنبې د اوربند اعلان وشي."
دا ځل د دغه اوربند موده ۴۰ ورځې ښودل کېږي او تمه کېږي چې په لړ کې به یې دواړه خواووې د یوه بل یرغمل نیول شوي کسان هم خوشي کوي.
د دې تر څنګ د مرستې رسولو بهیر به هم ګړندی پیل شی او تمه ده په دې وخت کې ډېرو خلکو ته د اړتیا وړ یوه اندازه مرسته ورسېږي.











