اسرائيلی پلاوی غزه کې د احتمالي اوربند خبرو لپاره پاريس ته ځي

د عکس سرچینه، Getty Images
اسرائیلي حکومت پرېکړه کړې چې د مصر، قطر او امریکا له استازو سره په غزه کې د یوه احتمالي اوربند په تړاو خبرو لپاره پاریس ته یو پلاوی و استوي.
امریکا هلې ځلې کوي چې له روژې وړاندې په غزه کې پر یوه اوربند هوکړه وشي. رپوټونه وايي حماس د اوربند په تړاو خپلو وړاندې کړیو شرطونو کې نرمښت راوستی.
پاریس ته د پلاوي استولو په تړاو د اسرائیلو د حکومت پرېکړه وروسته له هغه مخې ته راغله چې منځني ختیځ لپاره د امریکا استازي برېت مګورک د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامېن نتنیاهو او د هغه د کابینې له غړو سره خبرې وکړې.
رپوټونه وايي حماس د یوه اوربند او د یرغملو د پرېښودو په تړاو خپل وروستی دریځ مصري چارواکو ته په ډاګه کړی او اسرائیلیانو پاریس ته د پلاوي د استولو پرېکړه په همدې رڼا کې کړې.
دا لا معلومه نه ده چې د حماس په دریځ کې څه راز بدلون راغلی ځکه پخواني هغه سره یې د اسرائیلو لومړي وزیر سخت مخالفت ښودلی او ویلي وو چې د حماس مشران په خیالي نړۍ کې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسرائیلو دفاع وزیر یواف ګلانټ ویلي، پلاوي ته د خبرو اترو لپاره پراخ واک ورکړل شوی چې د ځینو په باور د احتمالي پرمختګ ښودنه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن هم ویلی چې غره کې د شته یرغملو د پرېښودو په تړاو خبرې ښې روانې دي. نوموړي د شلو ستر اقتصادي هېوادونو د غونډې په څنډو کې یوې خبرې ناستې ته وویل، د دوی پام پر یوه بشري اوربند ور ټول دی.
نوموړي زیاته کړه، "موږ په شدت داسې یوې هوکړې ته د رسېدو هڅه کوو چې په پایله کې یې پاتې برمته شوي خوشي او یو اوږد مهالی اوربند رامنځته شي. دا هغه موخې دي چې زما په اند د جي شلو هېوادونو هر غړی په کې ځان شریک بولي."
ټاکل شوې پاریس کې کېدونکې غونډه کې استخباراتي چارواکي هم ښکېل وي. ویل کېږي د سي اي اې مشر ویلیم برنز به د امریکا استازیتوب کوي. خو د چارو څارونکي په دې باور دي چې پاریس کې کېدونکې خبرې په دې معنی نه دي چې یوه معامله دې ژر کېدونکې وي او د اسرائیلو دفاع وزیر هم ویلي چې پر رفح د ځمکني برید د تابیا چارې به روانې وي.
خو امریکايي چارواکو ویلي هوډ لري چې له روژې وړاندې د جګړه ښکېلو ترمنځ یوې هوکړې ته لار هواره کړي.











