بريتانيا د هوا له لارې غزې ته مرستې رسولې دي

غزې ته مرستې

بریتانیا غزه کې د جګړې له پیلېدو را وروسته، په لومړي ځل د هوا له لارې دغې تړانګې ته بشري مرستې رسولې دي.

د غزې په شمال کې ایسارو فلسطینیانو ته وروسته له هغه د هوا له لارې د دغو مرستو د رسولو تابیا وشوه ،چې د تاوتریخوالي او د جګړې په پایله کې د رامنځته شوې ګډوډۍ له امله ملګرو ملتونو د تړانګې دې برخې ته د مرستو رسولو بهیر ودراوه.

د اسرائیلو او حماس نژدې پنځه میاشتنۍ جګړې د غزې شمال کنډر کړی. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې اټکل دی درې سوه زره فلسطینیان د تړانګې په دې برخه کې بند پاتې او ورسره خواړه او د څښاک اوبه په ختمېدو دي.

خو د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر اوس وايي چې دغو اړمنو ته د هوا له لارې څلور ټنه مرستندویه توکي وغورځول شوي دي.

د بشري مرستو جوپې د پراشوټ په مټ د تل الحوا روغتون په ودانۍ کې کوز کړل شوې. په مرسته شویو توکو کې خواړه، درمل او سونتوکي شامل دي، چې په مټ به هلته د ایسار پاتې کسانو ژوند وژغورل شي او د روغتونونو فعالیت به روان وي.

د خوړو د نړیوالې ادارې د غزې شمال ته د مرستو رسول د ویجاړۍ، تاوتریخوالي او بې نظمیو له امله ځنډولي ځکه په وینا یې په مرستو د بار ګاډو کتارونه له تاوتریخوالي سره مخ شوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډوېد کېمرون وویل، "غزه کې حالت ناوړه دی. ډېرې مرستې ته اړتیا ده او موږ د سملاسي لنډمهالی بشری اوربند غږ کوو چې نورې مرستې او یرغملو پرېښودو ته لار هواره شي."

د هوا له لارې د بشري مرستو د رسونې چاره د بریتانیا او اردن ترمنځ له یوې هوکړې وروسته شونې شوه.

غزه

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي له اردن سره یې یو هوکړه لیک لاسلیک کړی چې پر بنسټ به یې غزې ته د یو میلیون پونډو په ارزښت بشري مرستې رسوي.

خو داسې برېښی چې اسرائیلي مشرانو د اوربند غوښتنو ته تر اوسه هیله بښونکی ځواب نه دی ویلی. همدا پرون د اسرائیلو د پارلمان کېنسټ غړو د داسې یوه پرېکړه لیک په ملاتړ رایه ورکړه چې د یوه فلسطیني دولت هر راز یوه اړخیزه رسمیت پېژنده نه مني.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل رایې وښوده چې د اسرائیل د خلکو ټاکل شوي استازي یو موټي دي او حماس به د شخړې د حل برخه نه وي.

نوموړي وويل، "پارلمان په پرېکنده ډول رایه ورکړه چې په یو اړخیز ډول پر اسراییلو د یوه فلسطیني دولت تپل نه مني. دغه راز یوه هڅه به یوازې اسراییلو ته خطر پېښ کړي او د هغې واقعي سولې مخه به ډب کړي چې موږ یې په لټه کې یوو."

د اسرائیلي سیاستوالو دا ګام وروسته له هغه مخې ته راځي چې د دوی د خوښې خلاف ان نژدې نړیوال ملګري یې یو ځل بیا د دو دولتونو د حل لارې خبره بیا بیا را پورته کوي.

خو د نړیوالو له لوري د اوربند زیاتېدونکې غوښتنې او د دایمي حل لارې د موندلو خبرې غزه کې د غزه والو کړاو نه دی کم کړی. د غزې د جګړې له پيلېدو راهیسې په لومړي ځل د هوا له لارې د مرستې رسونې هڅه په خپله دا جوتوي چې غزه کې حالت څومره ناوړه دی.