غزې ته د امریکا لومړنۍ هوايي مرسته کې څه شامل دي؟
د امریکا متحدو ایالتونو د درېیو پوځي الوتکو په مرسته د هوا له لارې غزې ته د څه باندې ۳۰ زره خوراکي توکو د بستو په ګډون لومړنۍ مرستې رسولې.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویاند اېاېفپي خبري اژانس ته ویلي، چې دغه مته د درېیو سي -۱۳۰ ترانسپورتي الوتکو له خوا لېږدول شوې ده.
امريکايي سرچينو د بيبيسي همکارې رسنۍ سيبياېس ته ويلي، چې نننۍ هوايي مرسته د امريکا د ولسمشر جوبايډن له خوا اعلان شوې لومړنۍ مرسته وه.
ښاغلي بایډن وروسته له هغې غزې ته د مرستو د زیاتولو ژمنه وکړه چې د پنجشنبې په ورځ د بشري مرستو د یوه کاروان په شاوخوا کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

د عکس سرچینه، US CENTCOM
یوه چارواکي AFP ته وویل چې الوتکو د شنبې په ماسپښین د غزې خلکو ته "د غوښې خواړو ۶۶ کڅوړې" له هوا نه ور غورځولې دي.
په یوه بل پرمختګ کې د ملګرو ملتونو څارونکو د غزې په ښار کې د شفا روغتون له نژدې کتلی او هلته یې د شاوخوا ۲۰۰ کسانو درملنه له نژدې کتلې ده.
دوې ورځې وړاندې د مرستندویه لاریو په شاوخوا کې ۱۱۷ کسان ووژل او ۷۶۰ نور ټپیان شول.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي، تر اوسه شفا روغتون ته تر ۷۰۰ ډېر ټپیان او ۷۰ جسدونه لېږدول شوي دي.

د عکس سرچینه، REUTERS
حماس چې د غزې تړانګه اداره کوي اسرائیل تورنوي چې پر ملکي وګړو یې ډزې کړې، خو اسرائیل وايي چې د دوی ځواکونو د خبرداري ډزو وروسته د ټېل ماټېل په ترڅ کې ډېر کسان وژلي دي.
اسرائیلو منلې ده چې عسکرو یې په سلګونو فلسطینیانو "د امنیتي اندېښنو له کبله" د غزې په شمال کې د مرستو د یوه کاروان په شاوخوا کې راټول شوي وو، ډزې وکړې.
د انګلستان، فرانسې، مصر او اردن په ګډون نورو هېوادونو تر دې مخکې غزې ته د هوا له لارې مرستې غورځولې دي، خو دا لومړی ځل دی چې امریکا له غزېوالو سره مرسته کوي.
























