ملګري ملتونه وايي، د غزې پېښې ډېری ټپیان په مرمیو لګېدلي

د عکس سرچینه، Reuters
ملګري ملتونه وايي، پر پنجشنبه د مرستو له کاروان سره د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ډېری ټپی شوي کسان په مرمیو لګېدلي دي. د ملګرو ملتونو مبصرین د غزې ښار الشفا روغتون ته ورغلي او لږ تر لږه ۲۰۰ داسې کسان یې لیدلي چې اوس یې هم درملنه روانه ده.
حماس چې پر غزه کنټرول لري پر اسرائیل تور پورې کوي چې پر خلکو یې ډزې کړې، خو اسرائیل وايي، ډېری کسان له هغه وروسته په ټېل، ماټېل کې ووژل شول، چې د دوی پوځیانو د خبرداري هوايي ډزې وکړې. نړیوالې ټولنې د پېښې په هکله د بشپړې پلټنې غوښتنه کړې.
د ملګرو ملتونو له دې غږ سره وروسته له هغې ګڼ هېوادونه یو ځای شول چې د مرستو تر لاسه کولو په موخه په را ټولو شویو خلکو بریدونو پراخ غبرګونونه وپارول.
د پنج شنبې په ورځ د بشري مرستو په کاروان را ټولو شویو عامو خلکو د بریدونو له امله ۱۱۷ کسان ووژل شول او ۷۶۰ نور ټپیان شول.
د ملګرو متلونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش یاد بریدونه غندلي او وایي " ناهیلي شوي ملکي خلک" بېړني لاس نیوي ته اړتیا لري.
حماس وایي، اسرائیلي ځواکونو په ملکي خلکو ډزې کړې، خو اسرائیل وایي ډېر خلک هغه وخت مړه او ټپیان شول چې دوی د خبرداري ډزې وکړي او خلک په ورخطایۍ تیت و پرک شول.
بل خوا د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، " د اسرائیلي ځواکونو" له خوا ملکي خلک په نښه شوي دي.
له فرانسوي ولسمشر وروسته د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر جوزیپ بوریل یاده پېښه" په بشپړه توګه د نه منلو وړ پېښه بللې ده."
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپله اېکس پاڼه لیکلي:" زه په غزه کې د پنج شنبې ورځې پېښه په کلکه غندم چې د راپورونو له مخې تر سلو ډیر کسان د ژوند ژغورنې مرستې په لټه کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي."
نوموړی وایي په غزه کې ناهیلي خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او ملګري ملتونه په یوه اونۍ کې نه شي کولای چې په کم وخت ټولو ته مرستې ورسوي.
جرمني او ایټالیا هم د دې پېښې د خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې ده.
فلسطیني لوري دا پېښه" عام وژنه" بللې ده.
د امنیت شورا ناسته

د عکس سرچینه، Getty Images
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندو دروازو شاته په دې اړه بېړنۍ ناسته وکړي.
په ناسته کې به د الجزایر او ځینو عرب هېوادونو استازو له خوا د یوې مسودې متن وړاندې شي چې اسرائیلي ځواکونه پکې په " ازادو ډزو" تورن شوي دي.
بل خوا د امریکا استازي رابرټ ووډ ویلي چې ددې پېښې اصلي واقعیت لا هم ناڅرګند دی.
خو د دې پېښې ځینو عیني کتونکو او ټپیانو بیا ویلي چې اسرائیلي ځواکونو د مرستو په موخه را ټولو شویو خلکو مخامخ ډزې کړې دي.
د دې پېښې ځینې ټپیان چې روغتونونو ته وړل شوي، وایي په روغتونونو کې هم د برېښنا او نورو امکانانو د کموالي له امله سخت ټپیان د ژوند او مرګ ترمنځ په ناوړه حالت کې پراته دي.

د عکس سرچینه، AFP
دا نوې پېښې داسې مهال رامنځته شوې چې یوه ورځ د مخه د غزې روغتیا وزارت د جګړې له پیله هلته د وژل شویو کسانو شمېر دېرش زره اعلان کړ.
د ملګرو ملتونو منشي هم ویلي:" زه په غزه کې د جګړې د ویرجنو انساني شمیرو له امله ویره لرم - د راپورونو له مخې له ۳۰ زره څخه ډیر خلک وژل شوي او له ۷۰ زره څخه ډیر ټپیان دي."
سرمنشي انتونیو ګوتېریش د بېړني بشري اوربند او دارنګه له شرط پرته د برمته کسانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې.
په همدې ترڅ کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې مشرې نتالي رابرټس ویلي له پوره امنیتي ډاډ پرته لوږې ځپلو خلکو ته د مرستو رسول د ناوریني ګواښ سره مخ دي.























