د اسرائیلو له حضور پرته قاهرې کې د غزې اوربند په اړه بحثونه

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائیلو له نه شتون سره سره په مصر کې د غزې اوربند لپاره خبرې روانې دي.

د حماس او امریکا استازو د پرله پسې درېیمې ورځې لپاره د وړاندیز شوي شپږ اوونیز اوربند په اړه خبرو ته دوام ورکړی دی. دا خبرې د قطر او مصر په منځګړیتوب ترسره کېږي.

ویل کېږي چې اسرائیل په دوامداره توګه په خبرو کې ښکېل دی.

اسرائیلو ویلي و، د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو د لیست له ورسپارل کېدو پرته په خبرو کې برخه نه اخلي.

د دوشنبې پر ورځ د امریکا مرستیالې ولسمشرې کمالا هریس د اسرائیلو د جګړې کابینې له یوه غړي بیني ګانټز سره په واشنګټن کې د خبرو پر مهال له تل ابیب وغوښتل چې غزې ته د نورو مرستو رسېدو ته لار ورکړي.

مېرمن هریس له حماس هم وغوښتل چې د اوربند شرایط ومني.

د مارچ په درېیمه په داسې حال کې چې د حماس استازي قاهرې ته د خبرو لپاره رسېدلي وو، اسرائیلي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې دوی د مصر پلازمېنې ته مرکچیان نه استوي.

په تېرو څو ورځو کې د اوربند لپاره هیلې ډېرې شوې دي.

په اسرائیلو کې رسنۍ وايي، تل ابیب تر هغه قاهرې ته خپل مذاکراتي ټیم نه لېږي چې د یرغمل شویو کسانو بشپړ نوملړ ترلاسه نه کړي.

یوې مصري رسنۍ د حماس د یوې سرچینې له قوله ویلي و، که اسرائیل د حماس غوښتنې ومني، ښايي د دوی ترمنځ اوربند وشي.

راپورونه وايي، د دې وړاندیز شوې هوکړې په لومړي پړاو کې د لسګونو یرغمل شویو بندیانو د خلاصون بدل کې په جګړه کې د شپږ اونیو ځنډ شامل دی.

وړاندې تر دې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) مشر ویلي و، د غزې په شمالي سیمو کې ماشومان د سختې لوږې له امله مري.

د دغه سازمان مشر ټیډروس اډانوم ګیبریسوس په وینا، د غزې په شمال کې د العوده او کمال عدوان روغتونونو ته د ملګرو ملتونو د دې ادارې د چارواکو د تېرو دوو ورځو سفرونه د ماشومانو د خوراکي توکو د جدي کمښت او وژونکې خوارځواکۍ څرګندونه کوي.

د غزې د روغتیا وزارت چارواکو چې د حماس تر کنټرول لاندې دی، پرون اعلان وکړ چې د دې تراړې په شمال کې د کمال عدوان په روغتون کې ۱۵ ماشومان له لوږې مړه شوي دي.