اروپايي ټولنه وايي، غزې ته به سمندري دهلېز ښايي د اونۍ پای کې فعال شي

د اروپايي کمېسیون مشره وايي، ښايي د روانې اونۍ پای کې غزې ته سمندري دهلېز پرانیستل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اروپايي کمېسیون مشره وايي، ښايي د روانې اونۍ پای کې غزې ته سمندري دهلېز پرانیستل شي.
    • Author, ټام سپیندر
    • دنده, بي بي سي

د اروپايي کمېسیون مشره اورسیولا وندیرلین وايي، غزې ته به د مرستو رسولو لپاره یو سمندري دهلیز د اونۍ په پای کې فعالیت پیل کړي.

د نوموړې دا څرګندونې د امریکا ولسمشر جو بایډن له هغه بیان یوه ورځ وروسته مخې ته راغلې، چې وايي، د غزې پر سمندر غاړه به لنډ مهاله بندر چمتو شي.

خو د امریکا دفاع وزارت په وینا کېدای شي دا چاره تر ۶۰ ورځو پورې وخت واخلي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې ویل شوي، د غزې له څلورو، یوه برخه اوسېدونکي لوږه ګالي او ماشومان له لوږي مري. غزې ته د مرستو رسېدل نه یوازې یوه سخته، بلکې خطرناکه چاره بلل کېده.

په قبرص کې د خبرو پر مهال اغلې وندرلین وویل، ''غزه له بشري ناورین'' سره مخامخ دي او د سمندري دهلېز له لارې په لویه کچه د اضافي مرستو هلته رسول شوني دي. د قبرص، اروپايي ټولنې، امریکا، بریتانیا او متحدو عربي اماراتو په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي دي، د یوه سمندري دهلېز فعالول ''پېچلې چاره'' ده، او دوی به پر اسرائیل فشار زیات کړي، چې د نورو ځمکنیو لارو او بندرونو پرانیستلو له لارې د مرستو زیاتولو ته زمینه برابره کړي.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډېوډ کامیرون په دې هکله وویل: ''موږ له اسرائیل پرلپسې غوښتنه کوو، چې لا زیاتو لاریو ته اجازه ورکړي، چې غزې ته ننوځي، ځکه دا تر ټولو چټکه لار ده، چې هغو ته مرستې ورسېږي، چې اړتیا ورته لري.''

اسرائیل بیا د دې نوښت هرکلی کړی او له نورو هېوادونو یې غوښتي چې ګډون پکې وکړي.

په ویډیويي تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د مرستو یوه غوټه په سختۍ سره پر ځمکه لګېږي.

د عکس سرچینه، INSTAGRAM / ISMAIL_GH2

د عکس تشریح، په ویډیويي تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د مرستو یوه غوټه په سختۍ سره پر ځمکه لګېږي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، د مرستو توکو ته به له ''اسرائیلي معیار'' سره له سمې تالاشۍ وروسته د لېږد اجازه ورکړل شي.

هممهاله د مرستو یوې ادارې رفیوجیز انټرنېشنل بي بي سي ته وویل، له هرکلي سره سره به له سمندري لارې د کافي خوړو رسول ښايي ناشونې چاره وي.

دغه ویاند جیرمي کونېندیک په دې هکله وویل: ''دا داسې نه ښکاري چې په غزه کې د قحطۍ اوسني روان بهیر پر شا ګرځولو ته ان نژدې یو څه دې ثابت شي.''

د یادونې ده، چې اسرائیل غزې ته د مرستو رسولو کې د خنډ رامنځته کول ردوي او پر مرستندویه ادارو تور پورې کوي، چې په سم وېش کې یې پاتې راغلي دي.

د جمعې پر ورځ خپاره شوي رپوټونه ښيي چې د هوا له لارې د مرستو ځینو غوټو پاراشوټونه سم نه دي پرانیستل شوي، چې د غورځېدو له کبله یې پنځه کسان وژل شوي دي.

امریکا او ځینو نورو هېوادونو د وضعیت له زیاتې خرابۍ وروسته د هوا له لارې د مرستو غورځول پیل کړل، خو د مرستو منتظمین وايي، دا چاره ډېره بریالۍ نه ده او مخ پر زیاتېدو اړتیاوې نه شي پوره کولای.