امنيت شورا په لومړي ځل غزه کې د سملاسي اوربند طرح تائيد کړه

امنيت شورا

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په لومړي ځل په غزه کې د سملاسي اوربند لپاره رایه ورکړه. پخوا څو ځلې په دغه شورا کې د اوربند لپاره طرحې رد شوې وې.

امریکا خپل مخکېنی دریځ بدل کړاو د منفي رایې پر ځای یې ممتنع رایه کارولې چې د طرحې یې د تائيدۍ مخه نه نیسي.

په نننۍ رایه اچونه کې له امریکا پرته د امنیت شورا ټولو غړو مثبت رایه ورکړه. د دغې طرحې په متن کې راغلي چې حماس به له هر ډول شرط پرته په غزه کې یرغمل شوي کسان ازادوي.

روښانه نه ده چې اسرائیل به د امنیت شورا دغه غوښتنه څومره پر ځای کړي. له رایې اچونې وروسته ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې وویل چې دغه پرېکړه "الزامي" بڼه نه لري.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

خو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتو ګوتېرېش د دغې پرېکړې "د سملاسي پلې کېدو" غوښتنه کړې ده. هغه ویلي، نه پلي کېدل یې "د بښلو نه دي."

دا طرحه الجزایر وړاندې کړې وه چې د امنیت شورا دایمي غړی هېواد نه دی.

د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې "د بشردوستانه مرستو پروسې پراختیا او په ټوله غزه کې د ملکي وګړو د خوندیتوب زیاتولو او په لویه کچه د مرستو رسولو په وړاندې د ټولو خنډونو لرې کولو" ټینګار شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لېنډا توماس ګرینفیلډ ویلي، که حماس یرغمل شوي کسان خوشې کړي وای، اوربند به یوه میاشت مخکې شوی وی. نوموړې ويلي،"د دې پر ځای، حماس په لارو کې د خنډونو په جوړولو، د غزې ښار او ملکي ودانيو لاندې تونلونو کې په پټېدو او د ولسي وګړو په منځ کې د پټېدو له امله د سولې مخنیوي ته دوام ورکړ. "

سپینې ماڼۍ د دې پرېکړه لیک له تصویب وروسته ټینګار وکړ چې د امریکا له خوا د ممتنع رايې ورکول د واشنګټن په دریځ کې د بدلون په معنا نه دي.

غزه

د عکس سرچینه، REUTERS

د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم ویلي، چې امریکا د اوربند ملاتړ کوي، خو پرېکړه ليک ته يې ممتنع رايه ورکړه ځکه چې حماس په کې نه دی غندل شوی.

خو د پرېکړه ليک له تصويبېدو وروسته، د اسرائيلو د لومړي وزير دفتر وويل، چې د امنيت شورا پرېکړه ليک ته د امریکا ممتنع رايه به له حماس سره د اسرائيلو "جګړې" او همدارنګه د يرغمل شويو کسانو د خوشي کولو هڅو ته زيان ورسوي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر د دفتر په وینا، "دا [د امریکا رایه] حماس ته هیله ورکوي چې نړیوال فشار به دوی ته اجازه ورکړي چې د یرغمل شويو کسانو له خوشي کولو پرته اوربند وکړي."

ښاغلي نتنیاهو واشنګټن ته خپل سفر او همدارنګه د اسرائیلي پلاوي سفر چې ټاکل شوې وه د مشورې لپاره امریکا ته ولاړ شي، لغوه کړ.