اسرائیل غزه کې اوربند لپاره د حماس نوی وړاندیز رد کړ

د عکس سرچینه، REUTERS
اسرائیل په غزه کې اوربند لپاره د حماس نوی وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې دا ډله لا هم خپلې نه عملي کېدونکې غوښتنې رامخ ته کوي.
حماس تېره ورځ اسرائیل سره د خبرو اترو منځګړو ته یو نوی وړاندیز وسپاره او هغه یې "هر اړخیز لید" وباله.
رویټرز خبري اژانس وايي حماس اوربند لپاره خپل نوي وړاندیز کې ویلي چې د اسرائیلو له بنده له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ تنو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې به یو شمېر ښځې، ماشومان او زاړه چې د یرغملو په توګه نیول شوي و، خوشي کړي.
اسرائیلي رسنیو که څه هم حماس لخوا د دغه نوي وړاندیز مطرح کېدل مثبت ګام بللی و، خو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر بیا په یوه رسمي اعلامیه کې رد کړ.
په دې اعلامیه کې حماس تورن شوی چې ګواکې خبرو کې پرمختګ ته لیوالتیا نه لري.
غزه کې د جګړې په پای ته رسېدو یوې هوکړې ته رسېدو لپاره چې د اکتوبر په اوومه حماس لخوا پر اسرائیل د برید پر مهال د یرغمل شویو کسانو خلاصون به هم پکې شامل وي، نړیوال فشارونه ډېر شوي دي.
په دې لړ کې همدا تېره شپه د امریکا په سنا کې د اکثریت مشر 'چاک شومر' خپلو بې مخینې څرګندونو کې د اسرائیل لومړی وزیر تورن کړ چې خپلې ګټې د هېواد له منافعو مهمې ګڼي او دا چې ګوندې غواړي له روان وضعیته په واک کې پاتېدو لپاره ګټه واخلي.هغه پر همدې بنسټ اسرائیل کې د ټاکنو غوښتنه وکړه.

چاک شومر چې د نیویارک مخکښ سناتور دی او د یوه یهودي په توګه له سیاسي اړخه په امریکا کې تر ټولو لوړ مقام لري، وویل د ده په نظر "نتنیاهو لاره ورکه کړې ده."
دغه جګپوړي امریکايي چارواکي د غزې په جګړه کې د مرګژوبلې لوړې کچې ته په اشارې زیاته کړه چې د پوځي عملیاتو دوام د اسرائیلو د انزوا او د دې لامل شوی چې دغه هېواد "نړۍ کې پر یوه منفور ځواک" بدل شي.
د غزې جګړه کې درنې مرګژوبلې له کبله پر نتنیاهو دا نیوکه داسې مهال شوې، چې په دې تړانګه کې د حماس اړوندو روغتیايي چارواکو تازه یو ځل بیا اسرائیلي ځواکونه تورن کړي چې د مرستو لاریو ته پر منتظرو فلسطینیانو یې ډزې کړې دي.
د غزې روغتیا وزارت ویلي، کویت میدان کې په دې پېښه کې لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي او له ۱۵۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.
خو د اسرائیل پوځ وايي دا رپوټونه سم نه دي او دوی د دې پېښې پر تحلیل او تجزیې بوخت دي.

د عکس سرچینه، EPA
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې هم ویل شوي وو چې اسرائیلي ځواکونو غزې ښار ته نږدې د بشري مرستو ترلاسه کولو لپاره پر راټولو شویو فلسطینیانو ډزې کړې او تر سلو ډېر کسان یې وژلي دي.
اسرائیل د هغې پېښې به تړاو ویلي وو چې د دوی ځواکونو ځان ته د خطر له احساسولو وروسته هوايي ډزې کړې او خلکو ته مرګژوبله په هله ګوله کې تر پښو لاندې کېدو له کبله اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو یو شمېر چارواکو چې تر دې پېښې وروسته سیمې ته تللي وو، وویل چې په روغتونو کې د بستر شویو کسانو پر وجود یې د ډزو نښې لیدلې دي.











