یمن کې پر حوثیانو د امریکا او بریتانیا تازه بریدونه؛ ۱۴ کسان وژل شوي ۳۰ ټپيان دي

د عکس سرچینه، UK MOD CROWN COPYRIGHT/PA
د یمن حوثي غورځنګ اړوندې تلویزیوني شبکې اعلان کړی چې پر دغه هېواد د امریکا او بریتانیا د وسله والو ځواکونو د تېرې شپې بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي او له ۳۰ ډېر نور ټپيان دي.
د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ 'سېنټکام' ویلي، دغه عملیات د حوثیانو لخوا پر سوداګریزو بېړیو د وروستیو بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.
سېنټکام زیاته کړې چې په یمن کې یې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ۱۳ اهداف د توغندیو په وسیله هدف ګرځولي او د دې ډلې ۸ ډرونونه یې هم راغورځولي دي.
حوثیان له تېرو څو میاشتو راهیسې ظاهرآ غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون ښودلو په نوم سره سمندر کې پر سوداګریزو بېړیو پرله پسې بریدونه کوي.
حوثي غورځنګ چارشنبه اعلان وکړ چې د یمن سویل ختیځ معاریب ولایت کې یې یو اېمکیو-۹ ډوله امریکایی ډرون راغورځولی دی.
دې ډلې هممهاله دا ادعا هم کړې وه چې په دریو سمندرونو کې یې پر شپږو بېړیو د توغندیو بریدونه کړي دي.
د حوثيانو پوځي ویاند یحیی سریع وویل دا تر دې دمه شپږمه بې پیلوټه الوتکه ده چې دوی یې راغورځوي.
هغه زیاته کړې چې یوازې په روانه "می" میاشت کې یې درې امریکايي ډرونونه شنډ کړي دي.
دغه غورځنګ د یوه ډرون تصویرونه هم خپاره کړي او ادعا یې کړې چې د هوايي دفاع سیستم په وسیله یې نسکور کړی دی.
د یمن حوثي غورځنګ د ایران نږدې متحد ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
حوثیانو د می ۲۱مه د یمن په سویل بیضا ولایت کې هم د یوه ډرون د ویشتلو خبر ورکړی و.
دې ډلې ویلي، پر سره سمندر سربېره یې په عرب سمندر او مدیترانه کې پر بېړیو بریدونه کړي.
د رویترز خبري اژانس په حواله، حوثانیو ویلي چې پر لاکس، موریا او سیلادي بېړیو سور سمندر، آلبا او مرسک هارتفورډ عرب سمندر کې او پر مینروا انتونیا بېړۍ مدیترانه کې برید کړی دی.
سېشنبه تایید شوه چې لاکس بېړۍ ته چې غلې دانې یې لېږدولې، د توغندیو برید کې زیان اوښتی خو خپل مسیر ته یې دوام ورکړی دی.
حوثي غورځنګ د یمن پر پلازمېنه صنعا او ډېرو ګڼ مېشتو سیمو واکمن دی.
دې ډلې غزه کې د جګړې له پیل وروسته له تېر نومبر راهیسې په سور سمندر او عدن خلیج کې پر سوداګریزو بریدونه جاري ساتلي.
په دغو بریدونو کې تر دې دمه یوه بېړۍ ډوبه او یوه بله د حوثیانو لخوا نیول شوې ده.
همدا راز د یوې کښتۍ عملې ته مرګژوبله اوښتې، او په لویه کې د بېړیو تګ راتګ له ستونزو سره مخامخ شوی دی.











