د افغانانو لومړۍ ډله د حج مراسمو لپاره سعودي عرب ته ورسېده

حج

د عکس سرچینه، mohia

د عکس تشریح، په مدینه منوره کې د افغان قونسلګرۍ مسئولان د افغانانو هرکلي ته ورغلي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، سږ کال د حج فریضې ترسره کوونکو افغانانو لومړنۍ ډله سعودي عربستان ته رسېدلې او په مدینه منوره کې ځای پر ځای شوې ده.

د دغه وزارت د مالوماتو له مخې لومړنۍ الوتنه کې ۲۳۰ تنه افغانان چې د پکتیا ولایت اوسیدونکي دي سعودي ته تللي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په وینا دغه زیارت کوونکي هلته دوی لپاره کرایه شویو ودانيو یا "عمارو" ته لېږدول شوي دي.

سږ کال له افغانستانه د حج مراسمو کې د ګډون کوونکو سهمیه یا برخه ۳۰ زره تنه ټاکل شوې ده.

د طالبانو حکومت د دوی د لېږد تړون له اریانا افغان دولتي او کام ایر خصوصي هوايي شرکت سره کړی دی.‌

د حج او اوقافو وزارت د مالوماتو له مخې، په دغه مراسمو کې هر ګډون کوونکي ۳۸۶۵ اعشاریه ۹۸ امریکایي ډالره چې نږدې ۲۷۷ زره او ۶۷۴ افغانۍ کېږي، دغه وزارت ته سپارلي دي.

د یادونې ده چې هر کال له افغانستانه حج ته د تلونکو کسانو د انتقال، هلته د مدیریت او د خدماتو په تړاو شکایتونه هم کېږي.

د طالبانو حکومت چارواکي ډاډ ورکوي چې د سعودي عرب په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د افغان زیارت کوونکو لپاره د استوګنې مناسب ځایونه، روغتیا خدمات او د خوړو او ټرانسپورټ برخو کې اړینې اسانتیاوې او تدابیر نیول شوي دي.

حج

د عکس سرچینه، mohia

د طالبانو حکومت د ریئس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، تېره ورځ په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې له اړوندو ادارو غوښتي چې "په ډېر اخلاص او صداقت سره یاده پروسه تنظیم او مدیریت کړي."

په افغانستان کې ډېر کسان چې غواړي د حج فریضه ادا کړي، دا شکایت او نیوکه هم کوي چې نوبت نه ورته رسیږي او دا چې ګوندې د افغانستان ته د ورکړل شوې سهمیې ډېره برخه کې د چارواکو له خوا په خپلو کسانو او خپلوانو وېشل کېږي.

خو د طالبانو په حکومت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مولوي نور محمد ثاقب څه موده وړاندې په همدې تړاو اندېښنو او شکایتونو ته په ځواب کې ویلي وو چې له افغانستانه حج ته د تلونکو کسانو سهمیه د تقاضا پرتله کمه ده او دوی یې په رڼه او عادلانه توګه (د پچې پر اساس) پر هغو خلکو ویشي چې حج د تلو تکل او لیوالتیا لري.

خو نوموړي دا هم ویلي وو چې "د سږکال د حج سهمیه د عامو حاجیانو ترڅنګ، مجاهدینو، دولتي اداراتو، د شهیدانو د ورثو، په ایران، پاکستان او نور هېوادونو کې د مهاجرینو لپاره هم سهمیې په جلا جلا توګه ځانګړې شوې دي."