د حج مراسم: سږ کال به له افغانستانه له ۱۳ زره ډېر کسان ورځي

د ویډیو تشریح، د حج مراسم: سږ کال به له افغانستانه له ۱۳ زره ډېر کسان ورځي

سږ کال د حج مراسمو پرځای کولو لپاره د افغانانو لومړۍ ډله سعودي عربستان ته رسېدلې. د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ویلي، د اریانا افغان هوايي شرکت د حاجیانو د لېږدولو چاره پر مخ وړي، او راتلونکو څو ورځو کې به څه د پاسه ۱۳ زره افغان حاجیان مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ورسېږي.

تېرو کلونو کې د افغان حاجیانو شمېر له ۳۰ زرو پورته و.

سید عبدالله نظامي په دغه رپوټ کې د افغان حاجیانو د شمېر لږوالي، د نړۍ له نورو هېوادونو د زیارت کونکو شمېر او د سعودي د حکومت د حج اړونده تګ لارو ته کتنه کړې.