د طالبانو حکومت: له افغانستان سږ کال ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو ته ځي‌

حج

د عکس سرچینه، Reuters

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي په پام کې ده چې سږ کال له دغه هېواده ۳۰ زره کسان د حج مناسکو پر ځای کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي‌.

دا مالومات د طالبانو حکومت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست دوکتور نور محمد ثاقب نن یکشنبه (د اپرېل ۳۰مه) کابل کې یوه خبري کنفرانس ته روان کال د حج پروسې د سهمیې او لګښتونو په اړه د خبرو پر مهال ورکړې دي.‌

هغه وویل چې حج ته په تلونکو کسانو کې "عام خلک، مجاهدین، د امارتي ادارو کارکوونکي، د شهیدانو او معلولینو وارثین او کډوال" شامل دي.

ښاغلي ثاقب زیاته کړه چې دغه سهمیه د حاجیانو د تقاضا پر بنسټ تنظیم شوې.‌

هغه دا هم وویل چې د زونونو په کچه د حاجیانو د ټولېدنې ځایونه ترمیم او تجهیز شوي او دا چې سږ کال به له څلور زونونو (کابل، هرات، بلخ او کندهاره) الوتنې ترسره شي.‌

د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت سرپرست وايي، چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد تړون د کام ایر په نوم له کورني هوایي شرکت سره شوی.

هغه وویل چې له افغانستانه د حاجیانو د لېږد لومړنۍ الوتنه به د روان کال د غبرګولي (جوزا) پر لومړۍ نېټه وشي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د طالبانو حکومت د ارشاد،‌ حج او اوقافو وزارت د مالوماتو له مخې سږکال له افغانستان هر حاجي لپاره څه باندې ۳۹۲۴ ډالر (۳۴۰ زره افغانۍ) لګښت پام کې نیول شوی چې د دوی په وینا د سیمې او ګاونډیو هېوادونو پرتله ټیټ دی.

په دې کې په مکه معظمه او مدینه منوره کې د افغانستان حاجیانو لپاره د اوسېدو ځایونو، درې وخته ډوډۍ او ترانسپورتي اسانتیاوې په پام کې نیول شوي،‌ خو دوی لپاره د روغتیايي‌ خدماتو جزییات پکې نشته.

سږکال به په ټولیز ډول ۶۵۲ ښوونکي د افغان حاجیانو ملتیا کوي چې ښاغلی ثاقب په وینا د هېواد ۳۴ ولایتونو کې د ازادې سیالۍ پروسې له لارې جذب او ګومارل شوي دي.‌

کورونا

د عکس سرچینه، Reuters

له افغانستانه هر کال حج ته د زرګونو کسانو د تګ،‌ هلته د اوسېدو او ټولو مناسکو ته پر وخت د رسېدو مدیریت له ستونزو هم تش نه وي.‌

هر کال به دې برخه کې له بېلابېلو ستونزو شکایتونه کېږي.

د یادونې ده چې تېر کال له افغانستان ۱۳ زره کسان د حج فریضې ادا کولو لپاره تللي وو.

تېر کال عمومآ له بهره سعودي ته د تللو حاجیانو شمېر کم او یو میلیون کسانو ته رسېده.

تر هغې وړاندې دوه کاله د کورونا وبا له کبله محدودیتونه لا ډېر وو.‌