د نړۍ هر هېواد وګړي ته د عمرې اجازه؛ شرطونه یې څه دي؟

د عکس سرچینه، AFP
- Author, نسرين حاطوم
- دنده, بي بي سي -بېروت
وروسته تر هغه چې سعودي په دې هېواد کې شپېتو زرو سعودیانو او مېشتو بهرنیو وګړو ته سږ کال د حج د مراسمو ترسره کولو اجازه ورکړه، ددې هېواد د حج او عمرې وزارت د نړۍ له ګوټ ګوټه په تدریجي ډول د روانې اونۍ له پیله د عمره کوونکو د منلو اعلان وکړ.
دغه وزارت وویل، دوی له سعودي بهر ۶۰ زرو عمره کوونکو ته اجازه ورکوي، چې پر اتو زماني پړاوونو به یې وېشي او دا شمېر به په میاشت کې دوو میلیون عمره کوونکو ته رسېږي.
د سعودي د حج او عمرې د وزیر عبدالفتاح مشاط په وینا،د عمرې اجازه به د دوو کاریالونو (اعتمرنا) او (توکل مو وکړ) له لارې ورکول کېږي.
واکسین اساسي شرط دی
د عمرې د مراسمو ادا کوونکو لپاره د اجازې سربېره د واکسین ثبوت یو اساسي شرط ګڼل شوی دی.

مشاط وايي، د عمره کوونکي روغتیا ثابتېدل د عمرې، په مسجد الحرام او نبوي جومات کې د لمونځ کوونکو لپاره اساسي شرط دی، او د یادو کاریالونو له لارې به سعودي کې د مېشتو عمره کوونکو لپاره د واکسین ثبوت په لاندې ډول وي:
- د کورونا وېروس ضد دوه ډوزه واکسین به یې کړی وي
- د لومړي ډوز واکسین به یې ۱۴ ورځې تېرې شوې وي
- د کورونا د ازموینې پایله به یې منفي وي

د عکس سرچینه، AFP
خو له بهره ورتلونکو عمره کوونکو ته بیا دا شرط اېښودل شوی چې د خپل هېواد د اړوند ادارې له خوا به یې د واکسین سرټیفیکټ موجود وي، د واکسین لپاره شرط دا دی چې د (فایزر-بیونټیک، استرازنیکا، موډرنا او جانسن اینډ جانسن) په څېر منل شوی واکسین به یې تزریق کړی وي.
د سعودي د حج وزارت وايي، له نورې نړۍ به عمره کوونکو ته په دوراني ډول د عمرې نوبت ورکول کېږي.
نارسمي خبري رپوټونه وايي چې ټول ټال ۳۳ دولتونو ته رسېږي، خو دا خبره لا تر اوسه سعودي چارواکو نه منلې او نه یې هم رد کړې ده.
د عمرې پرمهال به د عمره کوونکو د لېږدولو لپاره د کورونا وبا روغتیايي سپارښتنې په پام کې نیول کېږي، لکه ټولنیز واټن مراعاتول،ماسک اچول او میکروب ضد مایع کارول.
کوچنیان

د عکس سرچینه، AFP
د سعودي د حج او عمرې وزارت ویلي، په کور د ننه د عمر له اړخه عمره کوونکو لپاره یې هم څو برخې جوړې کړې،له ۱۲ تر ۱۸ کلنۍ - چې دې ټولو به واکسین کړی وي.
دوی وايي له ۱۲ تر ۱۸ کلونو عمر لرونکو څه باندې ۱۳ زرو عمره کوونکو ته به د محرم میاشتې لومړۍ اونۍ کې د عمرې اجازه ورکول کېږي، چې دوی د تېرو دوو کلونو د حج او عمرې مراسمو کې ګډون نه و کړی.









