تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت: له افغانستان سږ کال ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو ته ځي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي په پام کې ده چې سږ کال له دغه هېواده ۳۰ زره کسان د حج مناسکو پر ځای کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي.
دا مالومات د طالبانو حکومت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست دوکتور نور محمد ثاقب نن یکشنبه (د اپرېل ۳۰مه) کابل کې یوه خبري کنفرانس ته روان کال د حج پروسې د سهمیې او لګښتونو په اړه د خبرو پر مهال ورکړې دي.
هغه وویل چې حج ته په تلونکو کسانو کې "عام خلک، مجاهدین، د امارتي ادارو کارکوونکي، د شهیدانو او معلولینو وارثین او کډوال" شامل دي.
ښاغلي ثاقب زیاته کړه چې دغه سهمیه د حاجیانو د تقاضا پر بنسټ تنظیم شوې.
هغه دا هم وویل چې د زونونو په کچه د حاجیانو د ټولېدنې ځایونه ترمیم او تجهیز شوي او دا چې سږ کال به له څلور زونونو (کابل، هرات، بلخ او کندهاره) الوتنې ترسره شي.
د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت سرپرست وايي، چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد تړون د کام ایر په نوم له کورني هوایي شرکت سره شوی.
هغه وویل چې له افغانستانه د حاجیانو د لېږد لومړنۍ الوتنه به د روان کال د غبرګولي (جوزا) پر لومړۍ نېټه وشي.
د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مالوماتو له مخې سږکال له افغانستان هر حاجي لپاره څه باندې ۳۹۲۴ ډالر (۳۴۰ زره افغانۍ) لګښت پام کې نیول شوی چې د دوی په وینا د سیمې او ګاونډیو هېوادونو پرتله ټیټ دی.
په دې کې په مکه معظمه او مدینه منوره کې د افغانستان حاجیانو لپاره د اوسېدو ځایونو، درې وخته ډوډۍ او ترانسپورتي اسانتیاوې په پام کې نیول شوي، خو دوی لپاره د روغتیايي خدماتو جزییات پکې نشته.
سږکال به په ټولیز ډول ۶۵۲ ښوونکي د افغان حاجیانو ملتیا کوي چې ښاغلی ثاقب په وینا د هېواد ۳۴ ولایتونو کې د ازادې سیالۍ پروسې له لارې جذب او ګومارل شوي دي.
له افغانستانه هر کال حج ته د زرګونو کسانو د تګ، هلته د اوسېدو او ټولو مناسکو ته پر وخت د رسېدو مدیریت له ستونزو هم تش نه وي.
هر کال به دې برخه کې له بېلابېلو ستونزو شکایتونه کېږي.
د یادونې ده چې تېر کال له افغانستان ۱۳ زره کسان د حج فریضې ادا کولو لپاره تللي وو.
تېر کال عمومآ له بهره سعودي ته د تللو حاجیانو شمېر کم او یو میلیون کسانو ته رسېده.
تر هغې وړاندې دوه کاله د کورونا وبا له کبله محدودیتونه لا ډېر وو.