تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د حج موسم؛ ټولنیز واټن او ماسک مراعاتول
د کورونا وبا په درشل کې دا دویم ځل دی چې په کم شمېر حاجیان د سعودي مکې مکرمې ښار کې د حج مراسم ترسره کوي.
تمه ده چې حاجیان به ټولنیز واټن مراعات او ماسکونه ولري.
سږ کال د تېر ۲۰۲۰ کال پرتله د حاجیانو شمېر لږ ډېر دی، خو د تېرو کلونو پرتله بیا بیخي کم دی.
په سعودي عربستان کې مېشتو ۶۰ زره وګړو ته چې د کورونا وبا د بشپړ واکسین یې کړی - د سږ کال په حج کې د ګډون کولو اجازه ورکړل شوې ده.
یو حاجي باید د کوویډ-۱۹ واکسین کړی و، عمر یې له ۱۸ تر ۶۵ پورې وي او مزمنه ناروغي ونه لري.
د ترانسپورت پرمهال د ځینو حاجیانو انځورونه اخیستل شوي چې د شنبې په ورځ د مکې حرم ته د تللو انتظار باسي.
تر وبا مخکې کلونو کې تر یو میلیون ډېرو مسلمانانو د حج مراسم ترسره کول، خو سعودي چارواکو د کوویډ-۱۹ وبا له کبله پر ګډونوالو یو لړ محدودیتونه لګولي دي.
د سعودي عربستان د حج وزارت ویلي، سږني حج کې لا ډېر روغتیايي تدبیرونه نیول شوي دي.
ددغه وزارت ویاند هشام السعید فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي: "په هرو دریو ساعتونو کې ۶۰۰۰ کسان قدوم طواف ادا کولو ته ننوځي، د هرې ډلې له تګ وروسته، حرم شریف په میکروب ضد موادو پاکېږي".
چارواکي وايي، حاجیان پر څو ډلو وېشل شوي، چې هره ډله کې ۲۰ کسان دي او ټولو ته د تګ او طواف کرښې کښل شوې او ټولنیز واټن به مراعاتوي.
شمېرې ښيي چې یوازې نژدې لس زره سعودیانو د ۲۰۲۰ کال د حج په مراسمو کې ګډون کړی و، خو هغه وخت حاجیانو کې د کورونا وبا د خپرېدو کومې لویې مثبتې پېښې نه وې ثبت شوې.
سعودي عربستان وايي په دې هېواد کې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان اخته شوي او ۸۰۰۰ کسان مړه شوي دي.
تر اوسه هلته ۲۱٫۵ میلیون کسان واکسین شوي دي.