د ۲۰۲۲ کال د حج مراسم: يو ميليون کسانو حج کوي

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مسلمانان د جمعې په ورځ سعودي عرب کې د حج فريضه ادا کوي.

جمعه (۸ جون) حاجیان د حج لوی رکن یا د عرفات مراسم ترسره کوي. دوی د عرفات په میدان کې ورځ تېروي، هلته په لمر کې لمنځونه او دعا کوي. له دې وروسته دوی د شیطانانو ویشتلو ځای ته او له هغه ځایه مسجد حرام ته ځي او د وداع طواف کوي. د وداع طواف سره چې معنی یې مخه ښه ده، د حج مراسم پای ته رسېږي.

له دوه کلنو محدودیتونو وروسته سږ کال یو میلیون کسان حج مراسمو کې برخه اخلي، دا شمېر د نورو عادي کلونو پرتله ډېر کم دی، خو د کورونا وبا له پیله تر اوسه د کډونوالو تر ټولو لوی شمیر دی. ټولو حاجیانو د کورونا وېروس ضد واکسین کړی او عمرونه یې له ۶۵ کلونو ټیټ دي.

د سږ کال حج مراسمو یوه بله ځانګړتیا دا ده چې ښځې اړ نه دي چې محرم له ځان سره ولري. خو شرط یې دا دی چې مراسم په ډله ییزه توګه ترسره کړي.

سږ کال ۱۳ زره افغان حاجیان هم دې مراسمو کې برخه لري.