تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عرفې ورځ؛ له دوه کلنو محدودیتونو وروسته یو میلیون کسان حج مراسمو کې برخه اخلي
په مکه مکرمه کې حاجیان نن (جمعه) د حج لوی رکن یا د عرفات مراسم ترسره کوي. دوی به د عرفات په میدان کې ورځ تېروي او هلته به لمونځونه او دعا کوي.
له دې وروسته دوی د شیطانانو ویشتلو ځای ته او له هغه ځایه مسجد الحرام ته ځي او د وداع طواف کوي.
د وداع طواف سره چې معنی یې مخه ښه ده، د حج مراسم پای ته رسېږي.
له دوه کلنو محدودیتونو وروسته سږ کال یو میلیون کسان حج مراسمو کې برخه اخلي.
دا شمېر د نورو عادي کلونو پرتله ډېر کم دی، خو د کورونا وبا له پیله تر اوسه د حاجیانو تر ټولو لوی شمېر دی.
ټولو حاجیانو د کورونا ویروس ضد واکسین کړی او عمرونه یې له ۶۵ کلونو ټیټ دي.
په دې ډله کې یوازې ۸۵۰ زره له بهره راغلي او پاتې د سعودي عرب اوسېدونکي دي.
د مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي.
د حج امنیت لپاره د ټاکل شوي امنیتي کنډک مشر ډګروال خالد بن عبد الله المُطیري د سعودي عرب دولتي خبري اژانس ته ویلي، امنیتي ځواکونه یو شمېر چورلکي په واک کې لري چې پرمختللي وسایل کاروي.
د سږ کال حج مراسمو یوه بله ځانګړتیا داده چې ښځې اړ نه دي چې محرم له ځان سره ولري، خو شرط یې دادی چې مراسم په ډله ییزه توګه ترسره کړي.
سږ کال ۱۳ زره افغان حاجیان هم دې مراسمو کې برخه لري.
د کال په اوږدو کې د حج او عمرې مراسم د سعودي عرب لپاره یوه مهمه مالي عایداتي سرچینه ده، له شک پرته د کورونا وبا له امله را منځته شویو بندیزونو له دې درکه د سعودي عواید کم کړي دي.
خو په عادي حالاتو کې سعودي هر کال له دې درکه شاوخوا دولس ملیارده ډالر عاید لري.