د عرفې ورځ؛ له دوه کلنو محدودیتونو وروسته یو میلیون کسان حج مراسمو کې برخه اخلي

حج

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د حج له مراسمو مخکې د مسجد الحرام په شاوخوا کې د تنظیف چارې

په مکه مکرمه کې حاجیان نن (جمعه) د حج لوی رکن یا د عرفات مراسم ترسره کوي. دوی به د عرفات په میدان کې ورځ تېروي او هلته به لمونځونه او دعا کوي.

له دې وروسته دوی د شیطانانو ویشتلو ځای ته او له هغه ځایه مسجد الحرام ته ځي او د وداع طواف کوي.

د وداع طواف سره چې معنی یې مخه ښه ده، د حج مراسم پای ته رسېږي.

ښځې اړ نه دي چې محرم له ځان سره ولري، خو شرط یې دادی چې مراسم په ډله ییزه توګه ترسره کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښځې اړ نه دي چې محرم له ځان سره ولري، خو شرط یې دادی چې مراسم په ډله ییزه توګه ترسره کړي.

له دوه کلنو محدودیتونو وروسته سږ کال یو میلیون کسان حج مراسمو کې برخه اخلي.

دا شمېر د نورو عادي کلونو پرتله ډېر کم دی، خو د کورونا وبا له پیله تر اوسه د حاجیانو تر ټولو لوی شمېر دی.

حج

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سږ کال حج ته ۸۵۰ زره حاجیان له بهره راغلي او پاتې د سعودي عرب اوسېدونکي دي.
حج

د عکس سرچینه، Getty Images

ټولو حاجیانو د کورونا ویروس ضد واکسین کړی او عمرونه یې له ۶۵ کلونو ټیټ دي.

په دې ډله کې یوازې ۸۵۰ زره له بهره راغلي او پاتې د سعودي عرب اوسېدونکي دي.

د مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي.

مکې مکرمې ته له سفر مخکې په ډیلي کې د یوه هندي حاجي کورونا معاینه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مکې مکرمې ته له سفر مخکې په ډیلي کې د یوه هندي حاجي کورونا معاینه، سږ کال ټولو حاجیانو ته کورونا ضد واکسین ورکړل شوي.

د حج امنیت لپاره د ټاکل شوي امنیتي کنډک مشر ډګروال خالد بن عبد الله المُطیري د سعودي عرب دولتي خبري اژانس ته ویلي، امنیتي ځواکونه یو شمېر چورلکي په واک کې لري چې پرمختللي وسایل کاروي.

حج

د عکس سرچینه، Getty Images

د سږ کال حج مراسمو یوه بله ځانګړتیا داده چې ښځې اړ نه دي چې محرم له ځان سره ولري، خو شرط یې دادی چې مراسم په ډله ییزه توګه ترسره کړي.

سږ کال ۱۳ زره افغان حاجیان هم دې مراسمو کې برخه لري.

د کال په اوږدو کې د حج او عمرې مراسم د سعودي عرب لپاره یوه مهمه مالي عایداتي سرچینه ده، له شک پرته د کورونا وبا له امله را منځته شویو بندیزونو له دې درکه د سعودي عواید کم کړي دي.

خو په عادي حالاتو کې سعودي هر کال له دې درکه شاوخوا دولس ملیارده ډالر عاید لري.