۲۰۲۲ کال حج؛ د کعبې پوښ د ذوالحج میاشتې پر ځای محرم الحرام کې بدلېږي

په مکه مکرمه کې د کعبې پوښ ته په عربي ژبه کې 'كسوة الكعبة ' ویل کېږي چې له سلګونو کیلوګرامه ورېښمو او زرینو تارونو چمتو کېږي.

له لسیزو راهیسې دا پوښ هر کال په ذوالحج میاشت کې د حج مراسمو په مناسبت د ذوالحج میاشتې پر نهمه نېټه بدلېږي.

د کعبې شریفې د پوښ بدلولو دا مراسم معمولاً د ماخوستن له لمانځه وروسته تر پنځو ساعتونو پورې دوام کوي او په ټوله نړۍ کې یې خلک په ژوندۍ بڼه ویني.

خو سږ کال ۲۰۲۲ سعودي چارواکو اعلان کړی، چې د کعبې شریفې پوښ بدلون دا مراسم به د اسلامي کال لومړۍ میاشتې یانې محرم الحرام پر لومړۍ نېټه ترسره کېږي.

د حرمین شریفین چارو مشر له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د سعودي شاهي امر سره سم به نوی پوښ د ذوالحجې پر لسمه نېټه د کعبې شریفې مسوولینو ته وسپارل شي، خو د بدلون چارې به یې د محرم الحرام پر لومړۍ نېټه ترسره کېږي.

په اعلامیه کې په دې تړاو څه نه دي ویل شوي، چې په نېټې کې د دې بدلون لامل څه دی.

تاریخي شواهد ښيي چې په مصر کې د جمال عبدالناصر د واکمنۍ تر مهاله د کعبې شریفې پوښ له مصره سعودي عرب ته استول کېده، خو په ۱۹۶۲ کال کې د سعودي بندر ته پوښ ناوخته ورسېد او له هغه وروسته سعودي پاچا فیصل بن عبدالعزیز په هېواد کې دننه د پوښ چمتو کولو امر وکړ او له هغه راهیسې دا پوښ په سعودي عرب کې دننه چمتو کېږي.

په مکه مکرمه ښار کې په همدې خاطر یوه کارخانه ولګول شوه، چې پکې کارېدونکې اوبه هم له پاکولو وروسته د پوښ ورېښمو وینځلو لپاره کارول کېږي.

د کعبې شریفې پوښ له ایټالیا ترلاسه کېږي او پر پوښ د قران کریم ایاتونو لیکلو لپاره زرین تار له جرمني راوړل کېږي.