ډیجیټلي پیسې؛ افغانستان کې له ګڼو بندیزونو سربېره لا هم خلک پرې تېر ایستل کېږي

ډیجیټلي پیسې

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي

افغانستان کې د کرېپتو کرنسۍ یا ډیجیټل /آنلاین پیسو پر راکړې ورکړې د طالبانو حکومت له بندیز سربېره، یو شمېر خلک اوس هم د انټرنېټ له لارې د دغو پیسو راکړه ورکړه کوي.

د قانوني چوکاټ، ملاتړ د نشتوالي او د دغه کارو بار په اړه د پوهې د کموالي له امله ځینو پکې خپله په سختۍ ګټلې پانګه هم بایللې ده.

یو شمېر کسانو چې د ډیجیټلي پیسو د راکړې ورکړې کاروبار کوي بي بي سي ته ویلي، د دغه سیسټمونو انټرنېټي چلوونکو له خوا کارونکو ته په واک کې ورکړل شوي مالومات تر ډېره ناسم او تېر ایستونکي وي.

په ډیجیټلي بڼه د پیسو د راکړې ورکړې دغه کاربارونه د پیرامیډ سکیم یا پروګرام په بڼه کېږي، چې د سیسټم چلوونکي یې نه دي مالوم او نه هم په افغانستان کې فزیکي شتون لري.

پیرامیډ څه ته وايي؟

ډجیټلي پیسې

د عکس سرچینه، Getty Images

پیرامیډ هرم ته ویل کېږي، د مالي پېرامیډ سکیم یا پروګرام په سر کې یو یا څو کسان وي او هر کس په سیسټم کې د ګډون او ګټې د ترلاسه کولو په نوم نور کسان پیدا کړي.

په دغه سکیم کې شرط دا دی، هر څومره ډېر کسان چې د ګډون او پانګونې لپاره پیدا کولای شئ، په هم هغه اندازه ډېره ګټه درته رسېږي.

دا کاروبارونه په هغه هېوادونو کې ښه چلیږي، چې دغه ډول فعالیتونو ته ځانګړي قانون و نه لري او یا هم د قانون پلې کېدل په کې کمزوري وي.

افغانستان کې څه ډول کار کوي؟

سلګونه او آن زرګونه کسان د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په ډیجیټلي بڼه د صرافۍ په کاروبار بوخت دي، چې تر ډیره تېر ایستونکي دي.

دغه کاروبار ته د هڅوني په موخه د وټس اپ ګروپونه جوړ او نور کسان د ډیجیټل پیسو راکړې ورکړې/ انلاین صرافۍ کاروبار ته هڅول کېږي.

یو هلمندی ځوان په وټس اپ ګروپ کې خپل ملګري هڅوي، چې په ډیجیټلي بڼه د صرافۍ په کاروبار کې به په لږې پانګونې مناسب ورځنی عاید ترلاسه کړي.

افغانستان کې بې روزګارۍ، سوړ بازار او ناسم اقتصادي وضعیت د دغه ډول کاروبارونو لپاره ښه فرصت برابر کړی او ګڼ ځوانان اړ شوي، چې په داسي شرکتونو کې پانګونه وکړي، چې په افغانستان کې فزیکي شتون نه لري.

کندهار کې د اقتصاد پوهنځي فارغ انور وطنوال، چي د ډیجیټل راکړه ورکړي/ انلاین پیسو پروګرامونه څاري بي بي سي سره په افغانستان کې د دغه سیسټمونو د فعالیت پر څرنګوالي غږېدلی.

"د سیسټم چلوونکي خپل مشتریانو ته وايي، دوی په نړیوالو بازارونو کې په مصنوعي هوښ یا ځیرکتیا باندي (Bitcoin) رانیسي او کله، چې بېرته بازارونه لوړېږي، دوی یې پلوري او په دې سره دوی ګټه کوي."

ښاغلی وطنوال وايي، اساسي موضوع دا وه، چې په دې سیسټمونو کې تاوان نشته، د بېلګي په توګه هغو خلکو، چې ۵۰۰ ډالره پانګونه کړې وه، د ورځي یې ۱۳ ډالره ګټه کوله.

"هر هغه کس، چې دغه سیسټمونو کې زیات خلک پانګوني ته ور وبولي، په همغه اندازه هغوی ته معاش ورکول کېږي."

وطنوال وايي، په دغه سیسټمونو کې د پانګونې او غړیتوب لپاره لومړی تاسو سره یو لینک شریکېږي او په هغه کې د حساب جوړولو لپاره باید د ټیلیفون فعاله شمېره او ایمیل ادرس ولرئ.

د پیرامیډ سکیم قربانیان څوک دي ؟

ډجیټلي پیسې

د عکس سرچینه، Getty Images

سلګونه او زرګونه هغه افغانان، چې د جمهوریت پر مهال یې بېلابیلو دولتي ادارو او بهرنیو موسساتو کې دندې لرلې، واک ته د طالبانو له رسېدو سره یې لویه برخه روزګاره او له دولتي ادارو نه وشړل شول.

په کلیوالي سیمو کې د نورو بې روزګاره کسانو تر څنګ د ناڅرګند برخلیک سره مخ لوستي ځوانان هم د پیرامیډ سکیم یا پروګرام په سیسټم تېر وتي دي.

د هلمند یو اوسیدونکی عزت الله عارف د خپلو ملګرو په هڅونه د AgiGpt-QT4 په نوم یوه انلاین سیسټم کې پانګونه وکړه، خو د ده په خبره څو اوونۍ وروسته په دې پوه شو، چې دی او ملګري یې د ټګۍ او برګۍ سره مخ شوي دي.

عارف وايي، د سیسټم چلوونکو خپله پاڼه د مشتریانو پر مخ وتړله او د واټس اپ پیغامونو له لارې یې هغوی ته خبر ورکړی و، چې د طالبانو حکومت له دوی مالیه غواړي ځکه یې سیسټم د لنډ مهال لپاره بند کړی دی.

" خلکو خپلي ځمکې، دوکانونه ، موټرې وپلورلې او په ډیجیټلي بڼه د صرافۍ په کاروبار کې یې پانګونه وکړه، ځینو په پیل کې ښه ګټه وکړه، خو چلوونکو خپلې موخې ته له رسېدو سره سیسټم ته لاسرسی بند کړ."

عارف وايي، لومړی ورته ویل شوي وه، چې سیسټم په لنډمهالي ډول بند شوی خو اوس په بشپړ توګه له کاره لوېدلی او هیڅ ډول لاس رسی نه ورته کېږي.

بي بي سی ته مالومه شوې، هغه مالومات چې د دغه سیسټم کارونکو ته په واک کې ورکړل شوي، ناسم دي. د AgiGpt-QT4 په نوم کمپنۍ بریتانیا کې هېڅ نشته او د ټیلیفون شمېره او پته یې هم ناسم دي.

د دغه ډول انلاین کاروبارونو لپاره کاروونکي اړ دي، چې د امریکايي ډالر دیجیټلي بڼه ټیټر ( Tether) یا USDT ، وپېري او ويې کاروي.

طالبان: حکومت یوازي له هغه شرکتونو مالیه اخلي چې د فعالیت جواز یې ورکړی وي

ډجیټلي بیسې

د عکس سرچینه، مالیې وزارت

د طالبانو تر واک لاندي د افغانستان بانک وايي، په افغانستان کې انلاین صرافي په مطلق ډول ناقانونه او هغه کسان چې په دې ډول معاملاتو کې ښکېل وي، قانوني چلند به ورسره کېږي.

د دې بانک ویاند حسیب الله نوري وايي، تر دې دمه کوم شخص یا شرکت ته دې برخه کې د فعالیت جواز نه دی ورکړل شوی.

"د افغانستان بانک له درنو هېوادوالو غواړي، چې د دې ډول معاملاتو د خطرونو، زیانونو او وروستیو مسؤلیتونو په پام کې نیولو سره له آنلاین صرافیو سره د معاملاتو له تر سره کولو ډډه وکړي."

د طالبانو د حکومت د مالیه وزارت هم هغه ادعا، چي ګواکې یادو شرکتونو نه د مالیه غوښتنه شوې، د ردولو تر څنګ وايي حکومتونه یوازي له هغه شرکتونو مالیه اخلي، چي د فعالیت جواز یې ورکړی وي.

کارپوهان په دې اړه څه وايي؟

ډجیټلي پیسې

د عکس سرچینه، Getty Images

کارپوهان وايي، په ډیجیټلي یا انلاین بڼه کاروبارونه په پرمختللو هېوادونو کې په ښکاره او د ځانګړو میکانیزمونو او اصولو له مخي ترسره کېږي، خو د افغانستان په څېر هېواد، چې مالي نظام یې وده نه ده کړې او د خلکو د پوهاوي کچه هم ټیټه ده، دغه ډول کاروبارونو له زیان پرته ګټه نه لري.

د افغانستان بانک پخوانی چارسمبالی خان افضل هډوال وايي، که یو کاروبار له حکومت په پټه او د میکانیزم له مخي نه ترسره کېږي نو دا ښکاره ده، چې له تېر ایستلو او زیان پرته بل څه نه دي.

ښاغلی هډوال وايي، که دا ډول کاروبارونه په ښکاره، د قوانینونو او مقرراتو تابع هم وي، مالیه هم ورکړي او فزیکي شتون هم ولري، خو بیا هم دا یو ډیر مسلکي کار دی او باید افغانان او په تېره بیا نالوستي کسان ترې ډډه وکړي.