افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر له ۱۹ زرو لوړ شوی

- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ټول هېواد کې زرګونه نوي دیني مدرسې جوړې کړې، چې د تېر جمهوري حکومت د شمېر پرتله درې برابره زیاتوالی ښي.
د طالبانو مشر په دې وروستیو کې د دې مدرسو لپاره د سل زره نویو ښوونکو بستونه منظور کړي دي.
د دیني مدرسو په شمېر کې دا زیاتوالی پر داسي مهال مخې ته راځي، چې نجوني ثانوي زده کړو او پوهنتونونو ته له تګه منع شوې او د هلکانو لپاره عمومي ښوونځي د کافي درسي توکو له نشتوالي سره مخ دي.
خو په دې مدارسو کې څه تدریسېږي او طالبان یې له ډېرېدو څه غواړي؟
لسګونه ماشومان، چي سپینې خولۍ او ځینو یې د ساده سپینو ټوټو پګړۍ تړلي د کندهار په لوېدیځه څنډه کې د یوې نوې جوړې شوې دیني مدرسې په درسي ټولګیو کې په دیني زده کړو بوخت دي.
دلته د فقه، صرف او نحوه، سیرت، مانع او اصول، حکمت، منطق، قران او حدیث تر څنګ دری، پښتو او انګریزي ژبو په څېر مضمونونه لوستل کېږي.
واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدو وروسته د افغانستان په ګڼو ولایتونو کي سلګونه نوي مدرسې په هغو سېمو کې په ځانګړې توګه جوړې شوې، چي وړاندې هلته ښوونځي نه وه.
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت شمېرې ښيي، چې په تېرو دوو کلونو کې د رسمي دیني مدرسو شمېر د تېرو دوو لسېزو پرتله درې برابره زیاتوالی موندلی.
په دغه موده کې په شاوخوا ۲۸ ولایتونو کې جهادیه مدرسې جوړې شوې، چي ځینو مدرسو په هغو ودانیو کې خپل فعالیت پیل کړی، چې وړاندې د ښوونځي او یا هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو لپاره کارول کیدې، لکه په خوست کې د عبدالحى حبيبي لېسه، په کندهار کې میخانیکي لېسه، په فراه کې د حرفوي زده کړو لېسه، په پکتيا کې د ببرک خان ځدراڼ لېسه، په کونړ کې د ښوونکو د روزنې ودانۍ او یو شمېر نور په جهادیه مدرسو بدل شوي دي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د طالبانو د پوهني وزارت د اسلامي زدکړو معین کرامت الله اخوندزاده وايي، اوس د دیني زدکړو د مرکزونو شمېر شاوخوا ۱۹ زره ته رسېږي. دی وايي:
”د اسلامي امارت مشرتابه سږ کال د د یني مدارسو لپاره سل زره نوي بستونه او تېر کال ۱۳۸۰۰ بستونه منظور کړي وو، چې دم ګړۍ د ۳۰ زره ښوونکو د استخدام پروسه روانه او همداسي به نور استادان په تدریجي توګه وګومارل شي. “
نوموړی وايي، اوس مهال ۱۴۰۰۰ لیلیه دیني مدرسې، ۵۵۰۰ کلیوالي مدرسې او همدا ډول ۴۳ بابه دار لایتام او دارالحفاظ شتون لري.
ښاغلي اخوندزاده که څه هم د مدارسو د ښوونیز نصاب د بدلون یا نويوالي په اړه څه و نه ویل، خو د کلیوالي مدرسو ښوونیز نصاب کې یې د یو شمېر بدلونونو یادونه کړې.
یوې بلې سرچینې هم بي بي سي ته ویلي، چي د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب کمېتې له خوا مدارسو ته ویل شوي، هغه پخوانی نصاب بېرته پلې کړي، چې لسیزې وړاندې لوستل کیدل.
په هلمند کې د یوې دیني مدرسې مشر، چې نه غواړي نوم یې یاد شي بي بي سي ته وویل، د افغانستان د مدرسو پخوانی نصاب د پاکستان، هند او بنګل دېش د مدرسو ښوونیز نصاب ته ورته او د عصری علوم هېڅ مضمون پکې نشته، ځکه نو د سرچینې په باور د دغه ډول مدرسو فارغین له امامت پرته نور څه نه شی کولای.
خو په کندهار کې د عرفان دارلایتام او دیني مدرسې مشر سیف خیبر وايي، اوس د دیني مدرسو لپاره یو واحد نصاب جوړ شوی، چي د ده په باور د وخت غوښتني پوره کولای شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
"که استادان شاګردانو ته په سمه توګه تدریس وکړي، زه باور لرم، چې ددغه نوی نصاب فارغان به د دې وړتیا ولري چې د طب پوهنځي تر څنګ نورو پوهنځیو ته لاره پیدا او په هغه برخه کې خپلو لوړو زدکړو ته دوام ورکړي."
ښاغلی خیبر وایي، ''واک ته د اسلامي امارت له راګرځېدو وروسته د مدرسو لپاره یو واحد نصاب جوړ شوی، چې په هغه کې د تاریخ، جغرافیې، انګلیسي او درې ژبو مضمونونو ته ځانګړی اهمیت ورکړل شوی.''
نوموړي مني، چې یو شمېر زاړه مضامین په ديني مدرسو کې تدریسېږي، خو دده په خبره دا تدریسي مواد د اړتیا پر بنسټ تدریسېږي.
د طالبالو له بیا واکمنېدو مخکې په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر شاوخوا پنځه زره و، چې څه باندې ۱۲۰۰ یې د پوهنې وزارت سره ثبت وې.
د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال ډاکټر ابراهيم شينواری وايي، دوی مخکې د دیني مدرسو او عمومي زدکړو د نصاب د نژدې والي هڅي پیل کړې وې.
نوموړي وویل، موخه دا وه ، چې که یو زدکوونکی له نهم ټولګي وروسته اسلامي او یا هم برعکس عمومي زدکړو ته تلل غواړي هغه ټول معیارونه به یې پوره کړي وي.
ښاغلی شینواری وايي، که د مدرسو د تعلیمي نصاب څرنګوالي او اغېزمنتیا ته پاملرنه و نه شي، یوازې د شمېر همداسې زیاتېدل به یې د نوي نسل د برخلیک سره د لوبو کولو په مانا وي:
"موږ ۱۸۰۰۰ مکتبونه او پنځه یا شپږ زره دیني مدرسې درلودې، اوس چې د مدرسو شمېر ۱۸۰۰۰ ته رسېدلې ده. دا د ماشومانو په حق کې ظلم دی ځکه کله چې له دغه مدرسو هلکان او نجونې فارغېږي، په جوماتونو کې ملایان او مؤذن او په محاکمو کې قاضي او د دين په اصولو کې ماهرين پوره وي، نو بيا به دغه فارغین څه کوي؟"
ښاغلی شینواری وايي، له ۱۴ تر ۱۶ کلنو زده کړو وروسته به دوی مجبور شي، چي د یوې ګولې مړۍ لپاره بزګري وکړي او هغه شل کاله به ضایع شي.

د افغانستان له بېلابیلو ولایتونو یو شمېر کسانو بي بي سي ته ویلي، چې ددوي په سیمو کې د دیني مدرسو جوړول د طالب قومندانانو او چارواکو ترمنځ په یوه سیالۍ بدله شوې.
پر دې موضوع یوه شنونکي بي بي سي ته وویل، طالبان یوازې د خپلې ایډیالوژۍ د خپرولو لپاره او د ځان د ملاتړو د روزلو په مقصد د مدرسو شمېر زیاتوي.
د پوهنتون استاد ډاکټر فضل هادی وزین وايي، دیني مدرسې باید د افغانستان اړتیاوو ته په کتو جوړې او د څومره والي پر ځاي باید ددغه مرکزونو د درسي نصاب معیاري کېدو ته پاملرنه وشي.
ښاغلی وزین وايي، تعلیمي مرکزونه باید د سیاستونو او ایډیالوژیو قرباني نه شي. دی زیاتوي:
" مدارس او معارف باید له سیاسي اغېزو او نظامي فعالیتونو لیرې وساتل شي، دوهم ټکی دا دی، چې د دوی د مدارسو موجودیت هر اړخ ته پام وشي، چي ایا افغانستان ۱۹۰۰۰ مدرسو ته اړتیا لري او که نه"
ښاغلی وزین زیاتوي د مدرسو جوړول اړتیا ده، خو باید د ټولني اړتیا تر څنګ له دغه مرکزونو د فارغینو د برخلیک، کار او په ټولنه کې د هغوی اغیزمنتیا ته هم باید پام وشي او ورسره بايد د نصاب د معياري کولو لپاره هم ګامونه پورته شي.
یاد شنونکی په دې باور دی، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د مدرسو جوړولو چټک بهیر په افغانستان کې د مذهبي توندلارۍ لامل کېدای شي، خو طالبان ټینګار کوي چې د دغو مدرسو تمرکز یوازې پر دیني زدکړو دی.








