په امریکا کې غلو له یوه زېرمتونه ۳۰ میلیونه ډالر غلا کړي

دا د لاس اینجلس په تاریخ کې د نغدو پیسو تر ټولو لویه غلا بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا د لاس اینجلس په تاریخ کې د نغدو پیسو تر ټولو لویه غلا بلل کېږي.
    • Author, لیزا لامبرت
    • دنده, بي بي سي- واشنګټن

د امریکا په لاس اینجلس کې غلو د نغدو پیسو له یوې زېرمې لسګونه میلیونه ډالر غلا کړي دي. په دې پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ میلیونه ډالر غلا شوي دي.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې دا د یاد ایالت په تاریخ کې د نغدو پیسو تر ټولو لویه غلا ده.

د امریکا پلټنو فدرالي اداره ایف بي ای او د لاس اینجلس پولیس په شریکه د دې پېښې په هکله پلټنې کوي.

د سان فرنانډو سیمې په دې زېرمه کې له ځايي کاروبارونو راغلې پیسې زېرمه کېدې او چارواکي وايي، هېڅوک نه دي خبر شوي، چې کله غله دغه ځای ته ننوتي او نه هم د خبرداري کوم زنګ وهل شوی دی.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، فکر کېږي چې د غلو غدۍ د زېرمتون د چت له لارې هلته ننوتي او پیسې یې له ځان سره وړې دي. ویل کېږي، د ګوتو په شمېر کسانو ته معلومه وه، چې په دې زېرمتون کې نغدې پیسې ساتل کېږي.

د پېښې پر دویمه ورځ د زېرمتون مسوولینو ته معلومه شوه، چې هلته ساتلې پیسې په داسې توګه ایستل شوې، چې د پیسو ساتلو پر صندوقونو د ماتېدو نښې، نښانې هم نه لیدل کېدې.

له دې مخکې د ۱۹۹۷ کال په سپتمبر کې په لاس اینجلس کې د نغدو پیسو لویه غلا شوې وه، چې ډونبار ارمرډ ای این سي نه اتلس اعشاریه نهه میلیونه ډالر غلا شوی وو.

د هغې پېښې په تړاو بیا وروسته د یاد شرکت یوه مخکیني کارکوونکي په ګډون شپږ کسان نیول شوي وو.

په ۲۰۲۲ کال کې بیا له هغه ځایه چې د یکشنبې ورځې پېښه پکې رامنځته شوه، له یوه زغروال ګاډي د پخوانیو ګاڼو غلا شوې وه، چې ارزښت یې ۱۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی و.

په هغه پېښه کې شوکمارو د ګاډي ساتونکي بې هوښه کړي وو. د هغې پېښې په تړاو څوک نه و نیول شوي.