سیګار: د کابل هوايي ډګر له لارې د نغدو پیسو قاچاق دوام لري او د ګڼلو ماشینونه غیرفعال دي

کابل

د عکس سرچینه، د ملکي هوايي چلند اداره

    • Author, ابراهیم ساپی
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د هوايي چلند ادارې د افغانستان بیا رغونې د امریکايي څار ادارې یا سیګار د ادعاوو په غبرګون کې ویلي، هوايي چلند سیستم یې لکه د نورې نړۍ پر کړنلارې برابر او هوايي ډګرونو کې یې تلاشي جدي ده.

دې ادارې د سیګار د ځينو ادعاوو په ځواب کې ویلي، ټول هغه کسان چې له هوايي ډګره نورو هېوادونو ته ځي پلټل کېږي، خو یوازې ولسمشر، دوه مرستیالان یې، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي او څو نور کسان دي چې یوازې بکسونه یې تلاشي کېږي خو د دوی د بدن پلټنه او تلاشي نه کېږي.

یاده اداره په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې سیګار یا د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا څار ادارې ویلي، په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له پرمختګونو سره سره د نغدو پیسو د قاچاق مخنيوي په برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا لري.

د هوایي چلند د ملي ادارې رییس قاسم وفایي زاده د سیګار ادارې راپور ته په غبرګون کې وویل چې یوازې سږ کال د حامد کرزي په هوايي ډګر کې هغه ۱۵ امنیتي کارکوونکي نیول شوي چې یو ډول یې قاچاق ته لار هواروله. ښاغلی وفايي زاده وايي:

''ستونزې شته، نیمګړتیاوې شته، خو داسې نه دي چې څوک راشي او میلیونونه پیسې یا سره زر ورسره وي او مالیه دې ترې وانخیستل شي، زموږ ټول ماشینونه له نړیوالو معیارونو سره سم په څلورم لېول کې عیار شوي دي. ''

د سیګار رپوټ

د ویډیو تشریح، له افغانستانه د پيسو قاچاق په اړه اندېښنې

سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، مهم کسان چې وي ای پي بلل کېږي، نه یوازې دا چې له هر ډول تلاشیو پرته مخامخ ټرمینل ته بیول کېږي، بلکې د نغدو پیسو پر سر پرې محدودیت هم نه شته او بیا مخامخ الوتکې ته وړل کېږي.

دغه ادارې په خپل راپور کې لیکلي د پیسو د ثبتولو هغه ماشینونه چې امریکا د حامد کرزي په هوايي ډګر کې نصب کړي وو، ترې ګمرکي کارکوونکي کار نه اخلي چې له دې هېواده وتونکې پیسې ثبتوي. دوی وايي سره له دې چې دغه ماشینونه جوړ دي خو له انټرنېټ سره نه دي وصل شوي.

د افغانستان پر بیا رغونې د څار دغې ادارې په خپل راپور کې سپارښتنه کړی چې د نغدو پیسو د شمېرلو ماشینونه باید انټرنېټ ته وصل وي او ټول هغه ټول کسان چې له هېواد بهر ځي د توکو سریال نمبرونه دې ثبت او بیا وڅېړل شي.

هوايي ډګر

د عکس سرچینه، Getty Images

د حامد کرزي هوايي ډګر چې د رپورټونو له مخې ډېر قاچاق ترې کېږي، له عاید لرونکو ډګرونو څخه یو شمېر کېږي.

یو پخوانۍ قومندان یې امین الله امرخېل سره له دې چې د سیګار دغه راپور ردوي وايي د دندې مهال تجربه یې ښيي چې خپله ځینې بهرنیان له دې هوايي ډګره په قاچاق کې لاس لري.

په ورته مهال یو شمېر سوداګر او صرافان وايي چې دوی نورو هېوادونو ته د سفر پر مهال د ډالرو له کمښت سره مخ دي.

افغان حکومت په ۲۰۱۵ کال کې د پیسو سپینولو اړوند خپل قانون اصلاح کړ او له مخې يې څوک چې له افغانستانه بهر ځي، له لسو زرو ډالرو ډېرې نغدې او د شلو زرو ډالرو په ارزښت ګران بیه توکي له ثبتولو پرته نشي وړلای.

د سیګار له دې راپور وړاندې همدا تېره اونۍ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ادعا کړې وه چې حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې بې نښانه الوتکې کېني او پیسې او لوړ بیه توکي له هېواده بهر وړي چې د افغانستان هوایي چلند ادارې دا خبره رد کړې وه.