افغانستان کې د نشه يي توکو ضد چارواکي د قاچاق په تور نیول شوي

کورنيو چارو وزارت

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په تېره یوه میاشت کې کابل کې په قتل، جرم، غلا او لوټمارۍ تورن ۳۷۱ کسان نیول شوي
    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, ‌بي بي سي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، ددغه وزارت اړوند شپږ امنیتي چارواکي یې کابل ښار کې د نشه يي توکو د قاچاق د یوې لویې شبکې د رهبري کولو په تور نیولي دي.

په نیول شویو کې ډېری یې د کابل امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو د مبارزې د ادارې او د کابل ښار د امنیتي حوزو جګپوړي افسران دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي کابل کې خبریالانو ته وویل، له څه مودې راهیسې یې کابل کې د مجرمانو او جرمي شبکو پروړاندې جدي مبارزه پیل کړې ده.

نوموړي وویل، کورنیو چارو وزارت په تېره یوه میاشت کې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو پر وړاندې ۴۴ هدفمن عملیات کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، نیول شوی چارواکی اوه کاله د کابل امنیه قومندانۍ د پولیسو بېلابېلې دندې مخته وړې دي.

نصرت رحیمي

د عکس سرچینه، GMIC

د عکس تشریح، نصرت رحیمي وايي، یاد قاچاق‌وړونکي غوښتل له کابله شمال او بیا د منځنیو اسیا کوم هېواد ته وتښتي، د پروان ولایت سالنګ ولسوالۍ کې ونیول شو.

د نصرت رحیمي په وینا، ددې شبکې مشر په کابل ښار کې د نشه يي توکو د وېشلو پراخ فعالیت درلود او د نشه يي توکو لوی قاچاق وړونکی و.

رحیمي وايي، له دغه لوی قاچاق وړونکي سره پنځه کسه نور هم نیول شوي، چې یو د کابل پنځمې امنیتي حوزې د نشه يي توکو د مبارزې د کشف امر، د کابل د نشه يي توکو د مبارزې د عملیاتي ډلې قومندان، کابل پولیسو کې د نشه يي توکو د مبارزې برخې د کیمیاوي موادو د کنټرول مرستیال، د تحلیل او ارزونې مدیر او د کابل د نشه يي توکو د کشف امر دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر اړوندو ادارو ته امر کړی چې تر دوو میاشتو د نشه يي توکو قاچاقبران او کاروباریان ونیسي.

نصرت رحیمي ادعا کوي چې کابل کې د ځینو مجرمانو او مجرمو ډلو په نیول کېدو سره کابل ښار کې د جرمونو کچه کمه شوې او د مجرمینو د نیولو لړۍ لاهم روانه ده.

دی وايي، په تېره یوه میاشت کې کابل کې په قتل، جرم، غلا او لوټمارۍ تورن ۳۷۱ کسان نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضايي بنسټونو ته استول شوې او په ټول هېواد کې ۱۷۷۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي.

د ویډیو تشریح، په افغانستان کې د کوکنارو د کر کیلې مخنیوي له هڅو سره سره د دغو توکو د تولید د ډېرېدو په اړه اندیښنې هره ورځ ډېریږي. په ۲۰۱۸ کال کې د نشه یي توکو تولید یو څه کم شوی وو.

ښاغلی رحیمي وايي، په تېره یوه میاشت کې په ټول افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد ۱۸۸ عملیات شوي چې په پایله کې یې ۶۱۵ مشکوک اورپکي وژل شوي، ۳۶۶ نور ټپیان شوي او د دوی ۲۵۲ ماینونه کشف او شنډ کړل شوي دي.

د نشه يي توکو د لېږد او وېش په دې کار کې د ځینو چارواکو او پولیسو ښکېلتیا د افغانستان پارلمان کې هم د استازو بحثونه راپارولي دي.

د ولسي جرګې د نشه يي توکو د مبارزې کمېسیون مرستیال خلیل احمد مجاهد وايي، له نشه يي توکو سره د مبارزې مسله او د پولیسو د ښکېلتیا موضوع یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم شریکه کړې ده.

افغانستان د نشه يي توکو د تولید او قاچاق پر اصلي مرکز بدل شوی دی. د افغانستان دولت وايي، ددې تورې ویجاړوونکې سوداګرۍ تر شا لوی لاسونه هم فعالیت لري.

په افغانستان کې له کلونو راهیسې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه زیاته اندازه بودیجه مصرفېږي؛ خو ویل کېږي چې لا يې هم تر اوسه نه تولید او نه هم مصرف کم شوی دی.