وچکالۍ د نشه يي توکو کرکیله کې بې ساري کمی راوستی

مخدره مواد
د عکس تشریح، د کوکنارو کښت له ۱۹۹۴ کال راوروسته تر ټولو ډېر کم شوی.

افغان حکومت او د نشه یي توکو او جرایمو پر خلاف د ملګرو ملتونو دفتر (UNODC) وایي په روان زیږدیز کال کې د نشه یي توکو کرکیله ۲۹ سلنه کمه شوې.

په دغه ګډ کلني رپوټ کې راغلي چې په ۲۰۱۸ کال کې په ټول هېواد کې د نشه يي توکو کرکیله کابو ۶ نیم زره ټنو ته رسېږي، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېره کابو ۹ زره ټنه وه.

د دغه رپوټ له مخې افغانستان کې په ۳۲۸ زره هکتاره ځمکه کې نشه يي توکي کرل شوي.

رپوټ زیاتوي چې دغه کموالی له ۱۹۹۴ زیږدیز کال راهیسې تر ټولو ډېر دی.

افغانستان

د عکس سرچینه، MCN

د عکس تشریح، له مخدره موادو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي وویل چې بېلابېل لاملونو دغه کموالي کې رول درلود.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي کابل کې د دغه رپوټ د وړاندې کولو په خبري کنفرانس کې وویل چې بېلابېل لاملونه دي چې دغه کموالی یې راوستلی، لکه د مخدره موادو د قانون بدلون، د پلانونو پلي کېدل، د بېلابېلو ارګانونو تر منځ همغږي او د بېلابېلو امنیتي ادارو له لوري د بدیل معیشت پروګرام پر لاره اچول ښودل شوي.

خو په رپوټ کې وچکالۍ ته هم ګوته نیول شوې، چې د افغانستان په شمال کې یې د کوکنارو په کرکیله کې ۵۶ سلنه کمښت راوستلی.

د کوکنارو کرکیله

د خپاره شوي رپوټ له مخې اوس هم د افغانستان جنوبي سیمو کې د ۶۹ سلنه شاوخوا کوکنار کرل کېږي چې ورپسې بیا لویدیځې سیمې ۱۲ سلنه، ختیځه بیا ۸ سلنه دي. په مرکزي او شمالي سیمو کې یوازې ۴ سلنه کوکنار کرل شوي دي.

د پخوا په څېر په هلمند، کندهار، ارزګان او ننګرهار کې تر ټولو ډېر کوکنار کرل شوي.

د افغانستان له کوکنارو پاکو ولایتونو نومونو کې د خوست، بامیان، کندز، پکتیا، پکتیکا، پنجشېر، پروان، لوګر او وردګ نومونه راغلي، اوس دغه لیست کې د تخار نوم نه راځي او پر ځای یې نورستان له کوکنارو پاک ولایت یاد شوی.

مخدره توکي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان په شمال کې د کوکنارو په کښت کې تر ټولو ډېر کمی راغلی.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزیري وویل چې سږ کال یوازې په ننګرهار، بدخشان، کنر او کندهار کې ۴۰۶ هکتاره ځمکه د کوکنارو له کرکېلې پاکه شوې.

نوموړې په دغو سیمو کې د امنیتي ستونزې او له وخت مخکې د هوا تودوالی لامل ښودلی.

په ۱۹۹۴ کال کې ۷۱ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل کېدل. په ۱۹۹۶ کې طالبان واک ته ورسېدل او دغه شمېره ۵۷ زره کتاره ته راټیټه شوه. په ۲۰۰۱ کال کې بیا په افغانستان کې یوازې ۸ زره کتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو.

خو له ۲۰۰۲ راوروسته بیا د کوکنارو کرکیله هر کال په ډېرېدو شوه.

د یاد وزارت مرستیال عبدالخلیل بختیار وایي دوی یوازې روان کال له مخدره موادو سره د مبارزې په موخه له ۳ زرو ډېر عملیات کړي.

د نوموړي په وینا په دغو عملیاتو کې دوی له ۳۵۰۰ ډېر کسان چې ۵ یې لوی قاچاق وړونکي وو او نوم یې د ملګرو ملتونو په نوملر کې هم وو نیولي دي. همدارنګه دوی ۴ ایرانیان، ۳ پاکستانیان، ۷۰ ښځې او ۱۱ ماشومان په بېلابېلو تورونو نیولي دي.

ښاغلی بختیار زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونو روان کال له ۳۱۵ ټنو ډېر مواد نیولي چې له تېر کال ۲۶ سلنه ډېر دي.

دوی همدارنګه ۳۰ لابراتواره، ۸ ګودامونه، ۷ د الکولي مشروباتو لابراتوارونه او ځینې نور هم له منځه وړي.