'ننګرهار کې نشه يي توکي او کارخونې یې ویجاړې شوي'

مخدره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په یو ځل د دومره ډېرو اپینو سوځول د نشه یي توکو پر ضد هڅو کې یو بری ښکاري

په ننګرهار کې د هیرویینو څو کارځایونه او زرګونه کیلو ګرامه نشه یي توکي له منځه وړل شوي. دا څووم ځل دی چې په ننګرهار کې د هیرویینو د کارخانو د ویجاړیدو خبر ورکول کېږي.

د نشه یي توکو پر ضد ځانګړو پولیسو د شپې په تیارې کې هغه دوه کارخونې ویجاړې کړي چې زرګونه کیلو ګرامه اپین پکې پراته ول چې په هیرویینو بدل شي.

پولیسو د خوګیاڼو په یوه لېرې سیمه کې د میلیونونو افغانیو دغه توکي له منځه وړي او وايي لس کیلو ګرامه هیرویین هم ایره شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وايي "د پولیسو ځانګړو ځواکونو ۵۵۰۰ کیلو ګرامه تریاک، لس کیلو ګرامه چرس، لس کیلو ګرامه هیرویین، دوه پایې جنراتورونه او ۳۴ بېلره کیمیاوي مواد ترلاسه کړي. "

په یو ځل د دومره ډېرو اپینو سوځول د نشه یي توکو پر ضد هڅو کې یو بری ښکاري، خو ګوت نیوونکي وايي تر هغو چې د کوکنارو کروندې زرغونې وي او د دغو توکو لویې ګټندویه کړۍ زولانه شوي نه وي اپین او پوډر به د پیسو د ګټلو لار وي.

دا څووم ځل دی ،چې د ننګرهار په نا امنه او د حکومت له ګورته په وتلو سیمو کې د هیرویینو د کارخونو د ویجاړېدو رپوټونه خپرېږي. خو لا داسې نښې او لاسوندونه خبریالانو ته نه دي ورکړل شوي چې وښيي رښتیا هم په دومره لویه کچه تریاک له منځه وړل شوي.

د ویډیو تشریح، له مخدره توکو سره تړلي مرګورنه