ننګرهار کې کابو ۱۰ ټنه مخدره توکي نیول شوي

د خپريدو وخت: 11:38 گرینویچ - دوشنبه 24 ډسمبر 2012 - 04 مرغومی 1391

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یې د دوو عملیاتو په ترڅ کې کابو ۱۰ ټنه نشه يي توکي نیولي دي او د هیروین جوړولو اووه لابراتوارونه یې له منځه وړي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکیو سره د مبارزې مرستیال بازمحمد احمدي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دغه عملیات یې د ننګرهار په اچین او شېرزادو ولسوالیو کې تر سره کړي او په ترڅ کې یې دوه تنه شکمن هم نیولي دي.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>