افغان هوايي ډګرونو کې د امنیت او خدماتو چارې بهرنیو شرکتونو ته سپارل شوې دي

کابل هوايي ډګر

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، ګڼ مسافر وايي د افغانستان هوايي ډګرونو کې امکانات په نړیوالو معیارونو نه دي برابر او دوی له ستونزو سره مخ کېږي.

افغان حکومت د افغانستان په هوايي ډګرونو کې د امنیت ساتنې او چوپړونو وړاندې کولو مسؤلیتونه یوه برتانوي او د متحده عربي اماراتو شرکتونو ته سپارلي دي، چې د نومبر میاشت پر څلورمه به په کار پیل وکړي.

حکومت وروسته له هغه دا پرېکړه وکړه، چې د افغانستان هوایې چلند او ملکي خدمتونو ادارې هغو شرکتونو، چې اوس په هوايي ډګرونو کې د امنیت ساتنې او چوپړونو وړاندې کولو مسؤلیت لري، د کارونو د ټیټ کیفیت له امله ورسره تړونونه لغوه کړي او ورته یې ویلي دي چې د نومبر تر څلرمې وروسته خپل فعالیتونه دروي.

پرون په ارګ کې د هوايي چلند او ملکي خدمتونو ادارې، له یوه بریانیانوي او د متحده عربي اماراتي شرکت سره تړونونه لاسلیک کړل.

دوی به د روان نومبر میاشت پر څلرمه یا پنځمه د افغانستان په هوايي ډګرونو کې د امنیت ساتنې، مسافرو ته د چوپړونو وړاندې کولو او د بارونو د پروسس او چیک کولو دندې پرغاړه واخلي.

د افغانستان هوايي چلند او ملکي خدمتونو ادارې مشر قاسم وفایي زاده، له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دغه نوي شرکتونه په هوايي ډګرونو کې د امنیت ساتنې او چوپړونو وړاندې کولو په برخه کې د ښې تجربې خاوندان دي.

ده وویل: "موږ نوي تړونونه د کنسر سیوم جي ۴۲ یا ګاک هولډنګ ګروپ سره لاسلیک کړي دي، دا ګروپ له څو کمپنیو جوړ دی. د کنسرسیوم ګروپ د هارټ په نوم کمپنۍ، چې په افغانستان کې په مخکنیو کلونو کې فعاله وه او یوه انګلیسي کمپنۍ ده. "

کابل هوايي ډګر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان په هوايي ډګرونو کې خدمات کمزوري دي او ډېر مسافر ترې شکایت کوي.

ښاغلي وفايي زاده زیاته کړه: " لانګ پورټ کمپنۍ، چې په تخصصي ډول د امنیت وړاندې کولو په برخه کې مصروف ده، دغه دوې کمپنۍ به د هوايي چلند په برخه کې د امنیت ساتنې مسؤلیت ولري او د ځمکنیو چوپړونو وړاندې کولو په برخه د افریپورټ شرکت سره، چې یو اماراتي شرکت دی، تړونونه لاسلیک شوي دي. دغه دوه شرکتونه به د را روان نومبر پر څلرمه خپل کارونه پیل کړي. "

ښاغلي وفایې زاده وايي، له دغو شرکتونو سره یې دري کلن او یو کلن تړونونه لاسلیک کړي، چې په وینا یې د امنیت ساتنې تړون یې درې کلن او د چوپړونو وړاندې کولو تړون یو کلن دی.

د نوموړي په وینا د دغو نويو شرکتونو د فعالیت په پیلېدو سره هیله دا ده چې د افغانستان په هوايي ډګرونو کې امنیت د اوس پرتله ښه او چوپړونه معیاري شي.

نوموړي زیاتوي، له هغو شرکتونو سره، چې اوس د افغانستان په هوايي ډګرونو کې د امنیت ساتنې او چوپړونو وړاندې کولو مسؤلیت لري، ځکه تړونونه ورسره لغوه شوي دي، چې په وینا یې د خدمتونو معیاري یې ټیټ وي او په افغان هوايي ډګرونو کې د قاچاق په مخنیوی کې پاته راغلي ول.