د امریکا يوه هوايي ډګر کې د مساپرو له بکسونو ظاهرا د غلا هڅه

هوايي ډګر غلا

د امریکا یوه هوایي ډګر امنیتي کامرو کې کارکوونکي ښوول کېږي چې په ظاهرا د مساپرو له بکسونو غلا کوي.

د څارنې کامرې ښیې چې د فلوریډا په میامي نړیوال هوایی ډګر کې د ترانسپورت امنیت ادارې دوه افسران په یوه امنیتي او څار ځای کې له بکسونو نغدې پیسې پټوي.

په ثبت شوې ویډیو کې ښکاري دواړه افسران په ډېر مهارت په دې بهانه چې د مساپرو بکسونه د سکن ماشین ته نژدې کوي، په بکسونو کې ګوتې وهي. له بکسونو سره ورو ورو مخ ته ځي او نغدې پیسې ترې را وباسي او جېب ته کوي یې.

په ویډیو کې افسران یو د بل تر څنګ ولاړ دي.

په ويډيو کې داسې ښکاري چې دوی د مساپرو سترګې هم څاري چې د دوی خوا ته خو به نه وي، خو پر سر یې د څار امنیتي کامرې ته پام پام نه دی او په پرله پسې توګه خپل کار کوي.

دا افسران د جولای په میاشت کې نیول شوي وو او د غلا له تورونو سره مخ دي. دوی دواړو په خپل جرم اعتراف نه دی کړی.

په هوايي ډګرونو کې مساپر د تالاشۍ پر مهال خپل بکسونه د سکن ماشین ته ورکوي او خپل د بدني ارزونې له لارې له بلې لارې تېرېږي. ځکه نو دغو غلو هم له همدې موقع په ګټې اخیستنې خپل کار کاوه.