د افغانستان سرپل ولایت دوو ښوونځیو کې ښوونکي او زدکوونکې مسمومې شوې

زدکوونکې

د عکس سرچینه، Social Media

د افغانستان شمال سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ کې په وروستیو دوو ورځو کې د ښوونځي لسګونه نجونې زدکوونکې مسمومې شوې دي.

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر عمیر سرپلي بي بي سي ته منلې ده چې د لیرې سانچارک ولسوالۍ په دوو ښوونځیو کې ځینې نجونې او ښوونکي مسموم شوي دي.

دی وايي ۶۰ نجونې او ښوونکي په یوه ښوونځي او ۱۷ زدکوونکې په بل ښوونځي کې مسمومې شوې دي.

د هغه په وینا، ځینې مسمومې شوې نجونې د سرپل ولایتي روغتون ته وړل شوې دي.

سرپلي زیاتوي، ښايي دا د "کومې شبکې" کار وي، یا هم امکان لري د کومې "شخصي ستونزې" له کبله وي.

زدکوونکې

د عکس سرچینه، Social Media

په سرپل کې یوه بل ځايي طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي وو چې: "د سانچارک ولسوالۍ آب کلان او فیض اباد د دوو ښوونځیو زدکوونکې مسمومې شوې، خو کره شمېر یې معلوم نه دی، د مسمومېدو د لامل او ارزونې په موخه اړوند چارواکي سیمې ته تللي دي".

په افغانستان کې د زدکوونکو مسمومیت نوې خبره نه ده، په تېره حکومت کې هم څو ځله په بېلابېلو ولایتونو کې د ښوونځي زدکوونکې مسمومې شوې دي.