د ایران ښوونځیو کې لسګونه زدکوونکې مسمومې شوې

ایران

د عکس سرچینه، 1500tasvir

    • Author, مریم افشانګ او فرانک عمیدی
    • دنده, بي‌بي‌سي

د ایران ۲۶ ښوونځیو لسګونه نجونې له هغه وروسته د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوې، چې په ظاهره د ګازو بریدونو یوې بلې څپې ښکار شوې دي.

له نومبر میاشتې راهیسې د داسې نژدې ۱۰۰۰ تنه زدکونکو نجونو درملنه شوې.

د دې پېښو ښکار شوې نجونې معمولاً په ساه اخیستو کې د ستونزو، خواګرځولو، ستړیا او سربداله کېدو شکایتونه کوي. ډېری ایرانیان ګومان کوي چې د زدکوونکو نجونو مسمومولو پېښې په لوی لاس یوه داسې هڅه ده چې د نجونو ښوونځي وتړل شي.

خو حکومتي چارواکو په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي چې ایا دوی باور کوي چې دا پېښې له مخکې پلان شوې دي او که نه.

د ایران کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي چې ایراني ولسمشر د دې ډول پېښو د لاملونو موندلو دنده ورسپارلې د چهارشنبې پر ورځ د فارس خبري اژانس هغه رپوټ رد کړ او جعلي یې وباله چې ګواکې درې کسان په دې تړاو نیول شوي دي.

نوموړي داسې ''مزدورې ډلې '' چې د ده په وینا مرکزونه یې بهر دي، له دې وضعیته په ګټه اخیستنې تورنې کړې او په خبره یې هدف یې په خلکو کې د ویرې، ترهې خپرول دي.

ځینې زدکوونکي او مېندې، پلرونه یې بیا فکر کوي چې ښوونځي په وروستیو حکومت ضد مظاهرو کې د ګډون کولو له کبله په نښه شوي دي.

په دې ظاهري بریدونو کې منځني ښوونځي په نښه شوي دي.
د عکس تشریح، په دې ظاهري بریدونو کې منځني ښوونځي په نښه شوي دي.

د بي بي سي فارسي څانګې هغه ویډیويي کلیپونه تائید کړي چې امبولانسونه پکې د ایران پلازمېنې تهران، شمال لوېدیځ ښار اردابیل او لوېدیځ کرمانشاه ښارونو له ښوونځیو مسمومې شوې نجونې روغتونونو ته لېږدوي او درملنه یې کېږي.

ځینې خلک فکر کوي دا پېښې په هغو پراخو حکومت ضد مظاهرو کې د ښوونځیو ګډون ته غبرګون بولي چې په دسمبر میاشت کې د پولیسو توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته په ایران کې وشوې. مهسا امیني د ایران اخلاقي فساد مخنیوي پولیسو د ټیکري ''ناسم پر سر کولو '' له کبله نیولې وه، چې وروسته همالته په توقیف کې ومړه.

ایراني چارواکو هغه مظاهرې ''بلوا '' وبللې او غبرګون یې له تاوتریخوالي ډک و. د بشري حقونو فعالانو د هغو مظاهرو په هکله وویل، چې سلګونه کسان پکې ووژل شول چې په خبره یې ماشومان هم پکې شامل وو.