امریکایۍ سندرغاړې ټیلر سویفټ د میلیاردرانو په نوملړ کې شامله شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا د پاپ موسیقۍ ستورې ټیلر سویفټ د نړۍ د میلیاردرانو په نوملړ کې شامله شوه.
دا لومړي ځل دی چې د هغې شتمني له یو میلیارد ډالرو اوښتې ده.
دا اوس د نړۍ د بډایو کسانو په کتار کې راځي، چې د اېکس (ټویټر) او ټیسلا د خاوند ایلون مسک او د میټا د څښتن مارک زوکربرګ په څېر کسان په کې دي.
د فوربس مجلې د معلوماتو له مخې د دې سندرغاړې شتمني یو میلیارد او سل میلیونه ډالر اټکل شوې ده.
سندر غاړې ټیلر سویفټ سږ کال د ګرامي جایزې هم ګټلې وه.
د دې جایزې په ګټلو سره، هغه لومړنۍ سندرغاړې شوه، چې څلور ځله یې د کال د غوره البوم جایزه ګټلې.
فوربس اعلان کړی، چې نړۍ به ۲۰۲۴ کال کې ۲۷۸۱ میلیاردران ولري، چې د تېر کال پرتله ۱۴۱ او د ۲۰۲۱ کال پرتله ۲۶ عدده لوړ شوی دی.
د ټیلر سویفټ بریا یوازې د موسیقۍ نړۍ پورې هم محدوده نه ده.
د امریکا د فوټبال سیالیو نندارې کې، چې د ټیلر سویفټ ملګری په کې لوبیده، د نوموړې برخه اخیستو د 'اېن ایف اېل' د نندارچیانو شمېر لوړ کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې په نړۍ کې د لسو ترټولو بډایه کسانو خبره کېږي، نو اته پکې یوازې د امریکا له متحدو ایالتونو دي، چې شپږ یې د صنعت له ډګره عاید ترلاسه کوي.
د فرانسې له برنارډ ارنولټ او کورنۍ وروسته یې د ټیسلا او اېکس ټولنېزې شبکې څښتن ایلون مسک د نړۍ دویم شتمن کس دی، چې ۱۹۵ میلیارد ډالر لري.
له هغه راوروسته د امازون مشر جیف بیزوس درېیم شتمن کس دی.
د ښاغلي مسک شتمني که څه هم د تېر کال پرتله ۸ سلنه لوړه شوې، خو د ۲۰۲۱ کال د نومبر میاشتې پرتله یو څه اوس هم کمه ده.
ایلون مسک هغه مهال د نړۍ لومړنی شتمن کس و او ۳۰۰ میلیارده ډالر یې درلودل.
د فوربس مجلې مشر مدیر چیس پیټرسن-ویتورن وايي، چې سږ کال د نړۍ بډایه خلکو لپاره "حیرانوونکی" کال دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړي وویل: "د ۱۴ میلیاردرانو د شتمنۍ شمېره ۱۲ عدده شوې، چې دا یو ریکارډ دی او دا ښیي چې ډېرو میلیاردرانو ان د مالي ناورین پر مهال هم ښه ګټه کړې ده."
د جغرافیې له مخې متحد ایالتونه لاهم د نورو هېوادونو پرتله ډېر میلیاردران لري.
د نړۍ له بډایه انسانانو څخه ۸۱۳ امریکا کې ژوند کوي، ورپسې بیا چین او هند دي.
په بریتانیا کې د خصوصي پانګونې صندوق مشر مایکل پلات تر ټولو شتمن کس دی او ورپسې بیا د مانچسټر یونایټډ فوټبال کلب مشر سرجیم رټکلیف او مخترع سرجیمز ډایسون دی.











