ملګري ملتونه: د نړۍ لروبر د دین او عقیدې پر بنسټ تاوتریخوالی دوام لري

د عکس سرچینه، Getty Images
نن (د اګست ۲۲مه) د دین او مذهب پر بنسټ قرباني شویو کسانو ته د درناوي او د هغوی د یاد تازه کولو نړیواله ورځ ده.
ملګري ملتونه هر کال دغه ورځ نمانځي او د انسانانو د باور لپاره له هغوی سره تاوتریخوالی غندي.
ملګري ملتونه وایي، په ټوله نړۍ کې د افرادو پر وړاندې د مذهب یا عقیدې پر بنسټ نه برداشت او تاوتریخوالی دوام لري.
انسان په هر دین او آیین کې خدای لټوي، خو له پېړیو راهیسې په خواشینۍ چې مذهب د تاوتریخوالو رامنځته کولو لپاره پلمه ګرځول کېږي او د ځینو مذهبونو لارویان له نورو سره په تېره بیا لږکيو سره زیاتی کوي.
نو د داسې پېښو له ډېرېدو سره د ملګرو ملتونو سازمان غړو هېوادونو په ګده پرېکړه کړې چې هر کال پر دغه ورځ خلکو ته ور په زړه کړي چې د بیان او عقیدې آزادۍ د اصل په پام کې نیولو سره پرې نږدي چې د مذهب په نامه زورزیاتي وشي.
له بده مرغه افغانستان له هغو هېوادونو دی چې په تېره بیا په وروستیو څلورو لسیزو کې يې خلک د بېلابېلو آیډیولوژیکي او عقیدتي زورزیاتیو قربانیان دي او د ناامنیو رېښې هم ورسره تړلې دي.
د رژیمونو تر بدلېدو، کودتاو او د افغانستان تر اشغالونو وروسته چې کله کله یې آیډیولوژۍ پلوي حکومتونه واک ته رسولي سیاسي او امنیتي ګډوډیو، ناپوهو او موقع لټوونکو خلکو ته زمینه برابره کړې چې د نورو عقیدوي حق ترې واخلي او زورزیاتی ورسره وکړي.

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان په شان په نورو هېوادونو کې هم سیاسي ډلو ټپلو د دین او مذهب په پلمه ځانونه خپلو موخو ته رسولي.
ملګري ملتونه وایي، د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د مذهب یا عقیدې پر بنسټ د مذهبي ټولنو او مذهبي لږکیو په ګډون د افرادو پر وړاندې تاوتریخوالی ترسره کېږي او د دې ډول پېښو شمیر او شدت ډیری وختونه جرمي بڼه لري.
دغه سازمان پر نړیوالو غږ کوي چې د یوه بل پر وړاندې زغم ولري او د چا باور ته او عقیدې په سپکه سترګه ونه ګوري او د مذهب پر بنسټ قرباني شویو کسانو ته د درناوي او د هغوی د یاد تازه کولو نړیواله ورځ نن نمانځي ده.
ملګري ملتونه له غړو هېوادونو غواړي چې د داسې پېښو ترسره کوونکو ته دې سزا ورکړي.
خو ډېری هغه هېوادونه چې د دین او مذهب پر بنسټ خلک په کې قرباني کېږي، د تاوتریخوالي ترسره کوونکي یا له سیاسي ملاتړه او یا هم له وسله وال ځواکه برخمن وي.











