پاکستان کې مذهبي تاوتریخوالی؛ د عيسويانو پر کليساو او کورونو بريدونه

د ویډیو تشریح، پاکستان کې مذهبي تاوتریخوالی؛ د عيسويانو پر کليساو او کورونو بريدونه

په پاکستان کې تر سلو ډېر کسان وروسته له هغه نیول شوي چې د عیسويانو کلیساګانې یې سوځولې او کورونه یې ورته ورانول.

جړنواله ښار کې چې د پاکستان په ختیځ، پنجاب ایالت کې دی، تاوتریخوالی د دې ادعا له امله رامنځته شوی چې دوو عیسویانو د قرآن کریم پاڼې څيرې کړې وې.

دغه کسان اوس مذهب ته د سپکاوي په تور نیول شوي. دا کار په پاکستان کې د مرګ سزا لري.

زموږ خبریاله، کرولاین ډېوس، جرانوالا ښار ته ورغلې ده :