هند کې د قومي شخړې له کبله لږترلږه ۵۴ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د چارواکو په وینا، د هند په مانیپور ایالت کې د قومي شخړې له کبله لږترلږه ۵۴ کسان وژل شوي دي.
د هندي رسنیو په راپورونو کې د نارسمي سرچینو پر بنسټ تر دې د لوړې مرګ ژوبلې خبر ورکول شوی.
جګپوړو چارواکو له خلکو د زغم، خبرو او پخلایني غوښتنه کړې ده.
د دغو شخړو او نښتو په درشل کې قهرېدو خلکو پر کورونو، عبادتځایونو او ګاډو بریدونه کړي.
رپوټونه وايي، ددغو نارامیو له کبله کابو لس زره کسان بې ځایه شوي. زرګونه پوځيان سیمې ته د ارامۍ راوستلو لپاره استول شوي.
نښتې هغه مهال پیل شوې، چې د مانیپور ایالت یوې بومي ډلې په دې اعتراض لاریون وکړ، چې د هند قبایلي رسمي نوملړ کې یوې قومي ډلې ته د دغه ایالت د یوه لوی قوم لقب ورکړل شو.
د (میټي) قوم خلک چې د مانیپور ایالت نژدې نیمايي برخه جوړوي، کلونه د هند د قبایلو نوملړ کې د ثبتېدو غوښتنه کوي.
هغه قومونه او ډلې چې په دې نوملړ کې شاملې شي، دولتي سهمیه او دندې ورکول کېږي، پوهنتونونو د زدکړې او بېلابېلو دولتي څوکیو کې خپله برخه ورکول کېږي.
په یاد نوملړ کې د میټي قوم له شاملېدو وېره دا وه چې ګنې دوی به ځنګلي ځمکې لاندې کړي.
د دغه ایالت نور خلک او قومي ډلې له دې هم وېرېدلې چې ځنګل کې به خپلې پلرنې مېنې او استوګنځي هم له لاسه ورکړي.
په مانیپور کې انټرنېټ ته لاسرسی درول شوی او پر تګ راتګ بندیز لګول شوی.
د مانیپور ګاونډيو ایالتونو له مانیپور نه د خپلو محصلانو ایستل پیل کړي دي.
د مانیپور سیمه ییز حکومت په هندوپالنې تورن شوی او ویل شوي چې د دغو شخړو او نښتو د مخنیوي او مهارولو لپاره یې لازم ګامونه نه دي اخیستي.











