افغانستان کې ۱۲ زره د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان جراحي عملیاتو ته په تمه دي

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي، لندن

جرمني او چین ته د سوري زړه ناروغۍ لرونکو ماشومانو د لېږد بهیر له ځنډېدو وروسته د کابل په یو شمېر خصوصي روغتونونو کې پر دغو ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه پیل شوې ده.

په دې لړ کې افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، د کابل خصوصي روغتونونو ته یې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۴۸ ماشومان د جراحي عملیاتو لپاره ور پېژندلي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند له بي بي سي سره خبرو کې وویل، په تېرو ۱۴ میاشتو کې یې به کور دننه د کابو ۱۸۰۰ د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو درملنه کړې ده.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه له کلونو د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې او جراحي عملیاتو لپاره جرمني ته لېږل.

په ۲۰۱۹ کال کې چین هم د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ۴۰۰ ماشومانو درملنې او جراحي عملیاتو ته د چمتووالي اعلان وکړ، خو پر افغانستان د طالبانو له بیاځل واکمنۍ وروسته یادو دواړو هېوادونو ته د سوري زړه ناروغۍ لرونکو ماشومانو د لېږلو بهیر وځنډول شو.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۱۹ کال کې چین د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ۴۰۰ ماشومانو درملنې او جراحي عملیاتو ته د چمتووالي اعلان وکړ

اوس د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان الله شرفزوی بي بي سي ته وویل، له تېرو ۱۴ میاشتو راهیسې یې په کوردننه د سوري زړه په ناروغۍ د اخته د ماشومانو د درملنې او جراحي عملیاتو بهیر پیل کړی چې تر دمګړۍ یې کابو ۱۸۰۰ ماشومان د کابل په خصوصي روغتونونو کې درمللي دي.

هغه وايي، "شاوخوا ۱۲ زره نور ماشومان د سرې میاشتې په نوملړ کې د زړه د جراحي عملیاتو لپاره شپې او ورځې سبا کوي."

اوه کلن انعام الله کابو یوه میاشت وړاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا د هغو ماشومانو په نوملړ کې شامل شوی چې پېتیل شوې د کابل په یوه خصوصي روغتون کې یې د زړه جراحي عملیات وشي.

د هغه پلار وايي، په خصوصي روغتونونو کې یې د انعام الله د زړه د عملیاتو لګښت نه لاره "هره ورځ به انعام الله سینه او بغل کېده، خو په علت یې نه پوهېدو. ډاکټر ته ورغلو او هغه راته وویل چې تاسو یې ایکو معاینات وکړئ. دا ښايي د زړه ناروغي ولري. کابل ته راغلو او د سرې میاشتو ټولنې ته مو مراجعه وکړه. کابو لس میاشتې وړاندې مونوملیکنه وکړه او اوس مو په پچه اچونه کې نوم راوتلی چې د انعام الله جان د سوري زړه جراحي به وشي انشاالله"

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان کې چې ډيری وګړي یې له بې وزلۍ کړیږي، یو زیات شمېر خلک یې د روغتیایي خدماتو تر څنګ په ګڼو نورو برخو کې بهرنیو او دولتي مرستو ته سترګې په لار وي.

له بي بي سي سره خبرو کې څو نورو میندو او پلرونو هم چې ماشومان یې د سوري زړه له ناروغۍ کړېده، په دې خوشحالي څرګنده کړه چې له اوږده ځنډ وروسته دوی ته د سرې میاشتې لخوا د جراحي عملیاتو د کېدو ژمنه ورکړل شوې.

دمګړۍ په کابل کې څلورو خصوصي روغتونونو کې د سوري زړه جراحي عملیات کېږي چې د سرچینو د معلوماتو له مخې، د هر ماشوم په عملیاتو تر دوو زرو ډالرو لګښت راځي.

د دې تر څنګ د زړه ناروغیو د متخصصانو په باور بله لویه ننګونه دا ده چې تر دمګړۍ په افغانستان کې هیڅ دولتي روغتون د سوري زړه د جراحي عملیاتو امکانات نه لري.

په تېره یوه لسیزه کې د سیمې په ځینو روغتونونو کې د زړه ناروغیو په برخه کې د افغان ډاکټرانو تخصص د دې لامل شوی چې دمګړۍ په کوردننه په یو لړ خصوصي روغتونونو کې د سوري زړه جراحي عملیات شوني شي که څه هم ټولې غوښتنې نه شي پوره کولای.