افغانستان کې د زړه جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره شول

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د زړه جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره شول

په افغانستان کې ډاکټران وايي، په لومړي ځل تر کابل وروسته د جنوبي حوزې په مهمند نړيوال ۲۰۰ بستريز روغتون کي د زړه خلاص جراحي عمليات (CABG، بای پاس) په برياليتوب ترسره شول.

دغه عمليات د کندهار ولايت د شاوليکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي ۵۵ کلن حمدالله ته - چې د زړه درې رګونه یې بند وو، په برياليتوب سره وشول.

وړاندې به افغانان د زړه د جراحي عملیاتونو لپاره نورو هېوادونو ته تلل.