هند کې تعویذګر ته د ښځو د جنسي ځورونې په تور ۱۴ کاله د بند سزا اورول شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند د هریانه ایالت په توهانه سیمه کې "جلیبي والا بابا" یا د "ځلوبیو والا بابا" په نوم مشهور یوه تعویذګر به ښځې د درملنې په نوم له جنسي پلوه ځورولې چې اوس د دې تور له کبله ۱۴ کاله د بند سزا ورته اورول شوې.
دی امرپوري بلو رام نومېږي، په محکمه کې دا جرم پرې زباد شوی او د فتح اباد سيمې محکمې سزا ورته اورولې ده.
پر ده تور دی چې د درملنې لپاره ورتلونکو ښځو نه به یې جنسي ګټه اخیسته، ګواښلې به یې او ویډيو به یې هم ترې ثبتوله او خپروله.
"جلیبي بابا" څوک دی؟
بلو رام د هندي پنجاب په مانسا سيمه کې زېږېدلی او اته کلن و چې کور یې پرېښود. بیا پلازمېنې ډيلي ته لاړ او هلته د ډګمبر رامېشور په نوم یوه تعویذګر یا کوډګر سره اشنا شو.
پولیسو ته په خپل بیان کې دغه "جلیبي بابا" ویلي چې ډګمبر رامېشور د ده پير دی او ده یې شاوخوا لس کاله مریدي کړې ده.
کله چې دی په اتلس کلنۍ کې خپل کور ته مانسا ته ستون شو نو کورنۍ یې واده ورته وکړ.
له واده وروسته په خوارۍ مزدورۍ پسې له کوره ووت او د هریانا ایالت توهانه ښار ته لاړ. هلته یې د ځلوبیو دوکان جوړ کړ او په ډېره لږه موده کې یې ځلوبۍ په شاوخوا سیمه کې مشهورې شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د توهانا یو مشر خبریال ګورودیپ باټي وايي چې خلکو به د ده په دوکان کې ځلوبۍ خوړې او کور ته به یې هم ترې وړلې.
خو دغه بلو رام یو بل کار هم پیل کړ.
دغه خبریال وايي، "نږدې شل کاله مخکې بلو رام په خپل کور کې یو مندر جوړ کړی و. ده به هلته د مېرمنو د ځينو ښځينه ناروغیو درملنه کوله. هماغه و چې له بلو رام نه یې نوم په جلیبي بابا باندې بدل شو"
"ښځو ته یې نشه ورکوله"
خبریال ګوروديپ باټي وايي، د بلو رام یا جلیبي بابا مندر ته به پر رواني او بدني ناروغیو ځینې اخته ښځې ورتلې.
ده دعوه کوله چې په "منتر" چوف او دم سره د هغوی درملنه کوي.
وروسته یې ښځو ته په چای او خوړو کې د نشې ګولۍ ورکولې او ښځې به چې نشه شوې نو ناوړه کارونه به یې ورسره کول.
دغه تعویذګر په مندر کې پټې کامرې هم لګولې وې. ښځو سره د لاس اچونې ویډیوګانې به یې کولې او بیا به یې هغوی پرې ګواښلې او ډېرې روپۍ به یې ترې غوښتلې. خو دغو مېرمنو نه پولیسو او نه هم په خپلو کورونو کې څه وویل.
د ۲۰۱۷ کال دا کتوبر پر ۱۳مه یوې ښځې پولیسو ته شکایت پسې وکړ. پولیسو تر پلټنو وروسته هغه ته دوسیه جوړه کړه.
دې ښځې په خپله عریضه کې ویلي وو چې دغه تعویذګر د هغې لوڅه ویډيو خپره او عامه کړې ده.
پولیسو د پلټنو پر مهال د جلیبي بابا په مندر کې شمعې، ایرې، د نشې ګولۍ او ګڼ نور څېزونه وموندل او محکمې ته یې وړاندې کړل.
محکمې بلو رام یا جلیبي بابا مجرم وګاڼه او ۱۴ کاله د بند سزا یې ورته واوروله











