د هندي پوهنتون تشناب کې په پټه اخيستل شوې ويډيوګانې؛ اتو نجونو د ځانوژنې هڅه کړې

یونیورسٹی میں ہنگامے کے بعد کی تصویر

د هند د پنجاب په چندیګړ ښار کې د یوه شخصي پوهنتون اتو نجونو محصلانو وروسته له هغه د ځانوژنې هڅه کړې چې په تشناب کې اخیستل شوې وېډیوګانې یې په خواله رسنیو کې خپرې شوې.

تر اوسه روښانه نه ده چې دغه وېډیوګانې څرنګه او چا ثبت کړي خو د هند پولیس وايي په دې اړه یې پلټنې پيل کړې دي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، د ځینو هغو نجونو حالت نازک دی چې روغتون ته وړل شوې دي.

د دغه شخصي پوهنتون چارواکي دا نه مني چې نجونو دې د ځان وژنې هڅه کړې وي او دا خبر "اوازې" ګڼي. په دغه شخصي پوهنتون کې نژدې ۳۵۰۰۰ محصلان زدکړې کوي.

په مهالي سیمه کې د پوهنتون چارواکي وايي، نجونۍ د ګرمې هوا له امله بې هوښه شوې وې او روغتون ته وړل شوې دي.

په پنجاب کې د چندیګړ مشهور پوهنتون هم په یوه اعلامیه کې رد ګړې چې ګنې نجونو دې د ځان وژنې هڅه کړې وي.

داسې ادعا کېږي چې په تشنابونو کې یوې نجلۍ د نورو نجونو وېډیوګانې اخیستي او وروسته یې په ور څېرمه ښار شېمله کې یوه هلک ته استولي چې بیا خواله رسنیو کې خورې شوې دي.

د پوهنتون ځینو محصلانو ویلي چې کمره د لیلې په یوه بلاک کې کېښودل شوې وه.

د هند په پنجاب ایالت کې د ښځو د چارو مشره بالجیت کور وايي، دغه پېښه په هر اړخیز ډول څېړل کېږي.

له دغې پېښې وروسته د پنجاب په چندیګړ ښار کې محصلان لاریونونو ته هم وتلي او اخ ډب رامنځ ته شوی دی.

چندی گڑھ

د عکس سرچینه، Gurmindar/BBC

د پنجاب د لوړو زدکړو وزیر پر محصلانو د ارامۍ غږ کړی او له رسنیو یې په دې اړه د خبرونو په خپرولو کې د احتیاط غوښتنه کړې.

په یوه وېډیو کې چې د یاد شخصي پوهنتون محصلانو پر خواله رسنیو خپره کړې، یوه نجلۍ لیدل کېږي چې وايي په تشناب کې یې د ځان وینځلو پرمهال د نورو نجونو وېډیوګانې ثبت کړې دي.

خو تر اوسه په خپلواک ډول د دغې وېډیو پخلی نه دی شوی.

د دغې پېښې په اړه د رپوټونو له خپرېدو وروسته، ځینو کورنیو خپل اولادونه کورونو ته ورغوښتي او وايي د حالاتو له بېرته ښه کېدو وروسته به پوهنتون ته ورشي.