په هندي لوبغالیو کې ولې نجونې لوبغاړې لږې دي؟
تاسې ښايي بې شمېره هندي لوبغاړي وپېژنئ، ځکه چې ډېریو یې به نړیواله کچه ډېر پر مختګ کړی دی خو په خپله هند کې، په کرېکټ لوبغاليو کې د لوبې پر وخت ډېرې لږې نجونې ښايي وګورئ. تر ډېره دلیل ټولنیز شرم، او د هغو امنیت دی. په دې رپوټ کې د هند په بېلا بېلو ښارونو کې د ځینو نجونو نظرونه اورو چې وايي ولې له لوبو په شا کېږي؟ دغه رپوټ له کورونا وبا وړاندې جوړ شوی دی.