قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر؛ رسمیت پېژندنه د "ځينو کورنيو مسایلو" حل غواړي

د عکس سرچینه، TURKIYEGAZETESI
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین منلي چې ځينو کورنیو مسایلو له نړۍ سره د طالبانو د حکومت مخه ډب کړي.
ښاغلی شاهین چې د طالبانو لخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته هم نومول شوی، وايي "ځينې مسایل په داخل کې دي او هغه مونږ نه حل غواړي مونږ باید په هغو غور وکړو."
نوموړي د طالبانو واک لاندې ملي تلویزیون سره ځانګړي مرکه کې په دې اړه چې دا کوم مسایل دي، ځانګړي څه ونه ویل خو دا مهال بشري موضوعات، د نجونو زدکړې او د ښځو حقونه د ډېرو نړیوالو په خوله دي.
هغه د ځينو ستونزو منلو تر څنګ تمه وښوده چې "د وخت په تېریدو سره دا مسایل حل شي."
سهیل شاهین وايي، د طالبانو له حکومت او له دوی سره د ډېرو هېوادونو د استازو په ناستو او راشه درشه کې توپیر راغلی خو په وینا یې د ځينو مسایلو له حل کولو سره دا وضعیت لا ښه کیدای شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له حل کولو سره دا وضعیت لا ښه کیدای شي.
ښاغلي شاهین ادعا وکړه چې "نړۍ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي د فشار په ډول کاروي" او په وینا یې اوسنۍ وضعیت اغېزناک نه دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي لا هم د جمهوریت د وخت استازی نصیر احمد فایق کوي او ډېر وخت یې په افغانستان کې بشري وضعیت او د ښځو پر وړاندې د طالبانو سختې تګلارې ننګولي دي.
طالبانو بیا بیا ویلي چې ښاغلی فایق "د ولس او د دوی د حکومت استازولي نشي کولی."
سهیل شاهین یو له هغو طالب چارواکو دی چې له بهرنیو استازو او افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو له سفیرانو سره چې په قطر کې مېشت دي، ډېرې ناستې لري.
دی چې اوس بېرته افغانستان ته تللی ډېر اټکل کېږي چې ښايي د دغو استازو غوښتنې او نظرونه کابل او کندهار کې طالب مشرانو ته ورسوي.
د رسمیت شرايط څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت رسمیت پېژندنې لپاره ځینې شرایط وړاندې کړي دي. د ټولګډونکي حکومت جوړېدل، بشري حقونو ته درناوی او د نجونو زدکړې هغه څه دي چې د شرطونونو په ډول وړاندې شوي دي.
د دې تر څنګ نړیوالې ټولې ویلي "د طالبانو سره تعامل د دوی په کړو وړو پورې اړه لري."
طالب چارواکي بیا وايي، حکومت کې یې د ټولو قومونو خلک شته او ادعا کوي چې د "شریعت" په چوکاټ کې یې ښځو ته حقونه ورکړي دي. د طالبانو په حکومت هېڅ لوړ پوړې ښځه پر دنده نه ده ګومارل شوې او د ښځو چارو وزارت یې هم په امر بالمعروف اړولی دی.
اوس څه باندې دوه کاله کېږي چې د طالبانو حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلي. افغانستان په ګڼو نړیوالو بنسټونو کې استازولي نه لري او یا یې د جمهوریت د مهال استازي مشري کوي. هاغسې چې سهیل شاهين ویلي، تر هغې چې د بشري حقونو، د حکومت بڼې او د نجونو زدکړو په اړه د طالبانو د حکومت دریځ بدل شوی نه وي، ښايي نړیواله ټولنه یې رسمیت پېژندنې ته زړه ښه نه کړي.











