څوک به سږ کال د سولې نوبل جایزه وګټي؟

د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتیاهو د میز یوې خوا ته ولاړ دی او بلې خوا ته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ناست دی. د اسرائیلو لومړي وزیر په لاس کې یو لیک دی چې ډونلډ ټرمپ ته یې نیولی. میز په سر قابونه، له اوبو ډک ګیلاسونه ایښودل شوي دي.

د عکس سرچینه، Washington Post via Getty Images

د عکس تشریح، د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د ۲۰۲۵م کال د جولای پر ۷ مه په سپینه ماڼۍ کې د ماښام ډوډۍ پر مهال ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته هغه لیک ورکوي، چې نوموړی پکې د سولې نوبل جایزې ته نومول شوی

سږ کال به د سولې نوبل جایزې ګټونکی د اکتوبر پر لسمه په اوسلو کې اعلان شي.

د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ډېره وخته دا موخه لرله چې دا جایزه وګتي. ښاغلی ټرمپ ادعا کوي چې څو جګړې یې پای ته رسولې دي. خو وروستیو کې داسې ښکاري چې نوموړی ډېر پر خپلې دغې موخې ټینګار نه کوي او دا هیله یې کمه شوې ده.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د روان کال په پیل کې وویل، ټرمپ یې د سولې نوبل جایزې ته نومولی دی.

د نوموړي په خبره: "ټرمپ په څو هېوادونو او سیمو کې سوله راوستې ده."

نتنیاهو دغه خبرې په سپینه ماڼۍ کې ټرمپ ته د هغه لیک د ورکړې پر مهال کړې وې چې په وینا یې په جولای کې یې د سولې نوبل جایزې کمیټې ته لېږلی.

نتنیاهو یوازینی کس نه دی چې ټرمپ یې په دې برخه کې هڅولی، بلکې د پاکستان حکومت هم په جون کې اعلان کړی و چې پلان لري، ټرمپ دغې جایزې ته ونوموي.

اسلام اباد ویلي، ښاغلي ټرمپ په تېره مې میاشت کې د هند او پاکستان ترمنځ په جګړه کې د اوربند د راوستو له کبله دې جایزې ته نوموي.

خو د اسلام اباد له دې خبرې وروسته کله چې امریکا په ایران کې پر اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل نو خلکو په خواله رسنیو کې د پاکستان خبرو او د سولې نوبل جایزې ته د ټرمپ نومول ته غبرګون وښود.

د سولې نوبل جایزه د نړۍ د شپږو معتبرو جایزو څخه یوه ده. دغه جایزه د سویډني ساینس پوه، سوداګر او بشرپاله الفریډ نوبل په نوم نومول شوې ده.

د دغو جایزو ګټونکي د هغې پنځه کسیزې کمېټې لخوا غوره کېږي، چې د ناروې پارلمان لخوا ټاکل شوې.

که چیرې ټرمپ یاده جایزه وګټي، ډېری ممکن هغه یو جنجالي ګټونکی وګڼي، خو د خپل سیاسي طبیعت له امله، د سولې نوبل جایزه د نورو پنځو جایزو پرتله ډېر کله جنجالي وي.

دلته د سولې نوبل جایزې د شپږو تر ټولو ډېرو جنجالي ګټونکو یادونه شوې ده.

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما سترګک وهي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما

ډېری خلک هغه وخت هېښ شول، کله چې د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما ته په ۲۰۰۹م کال کې د سولې نوبل جایزه ورکړل شوه، دې پریکړې ته پخپله اوباما هم حیران و.

اوباما په ۲۰۲۰م کال کې په خپل یوه یادښت کې لیکلي، کله چې د سولې نوبل جایزې ګټونکی اعلان شو، نو له ځان یې وپوښتل "د څه لپاره" یې راکړه؟

هغه مهال چې اوباما ګټونکی اعلان شو، له ولسمشرۍ نه یې یوازې نهه میاشتې تېرې شوې وې او نیوکه کوونکو ویل چې دا پریکړه له وخته مخکې ده. په حقیقت کې، د سولې نوبل جایزې ته د نوماندانو وروستی نوملړ د اوباما د لوړې له مراسمو یوازې ۱۲ ورځې وروسته پای ته ورسیده.

په ۲۰۱۵م کال کې، د نوبل انسټیټیوټ پخوانی مشر ګیر لونډ سټاد، بي‌بي‌سي ته ویلي وه، هغه کمېټه چې د جایزې په اړه یې پرېکړه کړې وه، وروسته پر خپلې پرېکړې پښیمانه وه.

پخواني ولسمشر اوباما ته په داسې حال کې د سولې نوبل جایزه ور کړل شوه، چې د نوموړي د دوو ولسمشریزو دورو پر مهال د متحده ایالاتو ځواکونه په افغانستان، عراق او سوریه کې په جګړه بوخت وو.

یاسر عرفات

یاسر عرفات، د ۱۹۹۴م کال د نوبل سولې جایزې ګټونکی، د هغه مهال اسرائیلي لومړي وزیر اسحاق رابین انځور په لاس کې دی.

د عکس سرچینه، Sygma via Getty Images

د عکس تشریح، یاسر عرفات د ۱۹۹۴م کال د سولې نوبل جایزې ګټونکی شو

د فلسطين پخواني مشر یاسر عرفات ته په ۱۹۹۴م کال کې د هغه وخت د اسرائیلو لومړي وزیر اسحاق رابین او د بهرنيو چارو له وزير شيمون پيريز سره يو ځای د سولې نوبل جایزه ورکړل شوه. دوی ته دا جايزه د اوسلو د سولې تړون له امله ورکړل شوه، کوم چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې يې د اسرائیلو او فلسطينيانو تر منځ د شخړې د حل هیله وټوکوله.

دا چې یاسرعرفات پخوا په نیمه پوځي فعالیتونو کې ښکېل وو، نو هغه ته د نوبل سولې جایزې ورکړې، په اسرائیلو او نړۍ کې نیوکې راپورته کړې وې.

په حقیقت کې، دغې جایزې ته د ښاغلي عرفات نومول د نوبل په کمېټې کې هم شورماشور رامنځته کړ. د کمېټې یو غړی او نارویژي سیاستوال کار کریسټیانسن، د دغې پرېکړې په غبرګون کې استعفا وکړه.

هېنري کېسېنجر

د نوبل سولې جایزې ګټونکی هېنري الفریډ کېسېنجر په ۱۹۷۳م کال کې په متحده ایالاتو کې.

د عکس سرچینه، Gamma-Rapho via Getty Images

د عکس تشریح، د نوبل سولې جایزې ګټونکی هېنري الفریډ کېسېنجر

په ۱۹۷۳م کال کې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر هېنري کېسېنجر ته د سولې نوبل جایزه ور کړل شوه.

هېنري کېسېنجر د امریکا بهرنۍ پالیسۍ په ځینو جنجالي پېښو کې، لکه په کمبوډیا کې د پټو بمباریو کمپاینونو او په سویلي امریکا کې د وژونکو نظامي رژیمونو ملاتړ کې د ښکېلتیا له امله د ځینو په نظر د دې جایزې وړ نه ګڼل کېده.

کېسېنجر ته د شمالي ویتنام د مشر لی ډوک تو سره په ګډه د ویتنام په جګړه کې د اوربند په خبرو اترو کې د نوموړي ونډې په وجه د سولې نوبل جایزه ورکړل شوه.

د نوبل جایزې کمېټې دوو غړو د دې پرېکړې په غبرګون کې هغه مهال استعفا وکړه. د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر کېسېنجر ته د سولې نوبل جایزې ورکولو وروسته نیویارک ټایمز دغې جایزې ته "د جګړې نوبل جایزه" نوم ورکړ.

ابې احمد

د ایتوپیا لومړي وزیر بې احمد علي په ۲۰۱۹ کال کې د اوسلو ښار په ټاون هال کې د سولې نوبل جایزه ترلاسه کړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایتوپیا لومړي وزیر بې احمد علي په ۲۰۱۹ کال کې د اوسلو ښار په ټاون هال کې د سولې نوبل جایزه ترلاسه کړه

په ۲۰۱۹م کال کې د ایتوپیا لومړي وزیر ته له ګاونډي اریتریا سره د اوږدې مودې سرحدي شخړې حل د هڅو له امله د سولې نوبل جایزه ورکړل شوه.

خو له جایزې ورکولو نژدې کال وروسته دا پوښتنه را پورته شوه، چې هغه ته د جایزې ورکړه څومره پر ځای وه؟ ځکه نړیوالې ټولنې د ابې احمد لخوا د تیګرای شمالي سیمو ته د سرتېرو پر لېږلو نیوکه کړې وه.

هلته د سرتېرو لېږل د هغې کورنۍ جګړې لامل شول چې پکې میلیونونه خلک له خوړو، درملو او نورو بنسټزو چوپړونو بې برخې شول او داسې انګېرل کېږي چې سلګونه زره کسان پکې ووژل شول.

انګ سان سوچي

د نوبل سولې جایزې ګټونکې آنګ سان سوچي د اوسلو ښار په تالار کې د نوبل په اړه د لکچر ور کولو پر مهال.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سولې نوبل جایزې ګتونکې انګ سان سوچي

د برما پخوانۍ سیاستوالې په ۱۹۹۱م کال کې په میانمار کې د پوځي واکمنۍ پر وړاندې د عدم تشدد مبارزې له امله د سولې نوبل جایزه وګټله.

له جایزې تر لاسه کولو څه باندې ۲۰ کاله وروسته، پر انګ سان سوچي له دې امله سختې نیوکې وشوې چې په هېواد کې یې د روهینګیا مسلمانانو د ډله ییزو وژنو او د بشري حقونو جدي سرغړونو پر وړاندې غږ پورته نه کړ. هغه مهال په میانمار کې د روهینګیا مسلمانانو ډله ییزه وژنه ملګرو ملتونو "نسل وژنه" وبلله.

له انک سان سوچي د سولې د نوبل جایزې د بېرته اخیستو غوښتنه هم شوې وه، خو د نوبل د شپږو جایزو تنظیمونکي قوانین د داسې اقدام اجازه نه ور کوي.

وانګاري ماتای

په کینیا د چاپېریال ساتنې فعاله او سیاستواله وانګاري ماتای.

د عکس سرچینه، Corbis via Gett

د عکس تشریح، په کینیا کې د چاپېریال ساتنې فعاله او سیاستواله وانګاري ماتای

په کینیا کې پخوانۍ فعالې وانګاري ماتای په ۲۰۰۴م کال کې د سولې نوبل جایزه وګټله.

دغې ساینسپوهې هغه حرکت چې (زرغون کمربند) نومېږي له امله د سولې نوبل جایزه واخیسته. نوموړې د همدې خوځښت په مرسته په خپل هېواد کې په میلیونونه ونې کینولې وې.

خو هغې ته د دغې جایزې د ورکړې په هکله هغه مهال پوښتنې را پورته شوې، کله چې نوموړې د HIV او ایډز په اړه څرګندونې وکړې.

ماتای ادعا وکړه، چې د HIV وېروس په مصنوعي ډول د بیالوژیکي وسلو په توګه رامنځته شوی و، چې په وسیله یې تور پوستي له منځه یوسي. خو د هغې د دغې ادعا ملاتړ لپاره هېڅ ساینسي لاسوندونه نشته.

د پام وړ نیمګړتیاوې او تش لاسی ګاندي

هندی سیاستوال مهاتما ګاندي پرهند د بریتانیوي واکمنۍ په وخت کې د نه خوړولو اعتصاب پرمهال.

د عکس سرچینه، Keystone/Getty Images

د عکس تشریح، هندی سیاستوال مهاتما ګاندي پرهند د بریتانیوي واکمنۍ په وخت کې د نه خوړولو اعتصاب پرمهال

د سولې نوبل جایزه د ځینو نیمګړتیاوو له امله هم مشهوره ده. د دغې جایزې په کټګورۍ کې شاید تر ټولو روښانه نیمګړتیا مهاتما ګاندي ته د دغې جایزې نه ورکول وي.

هندی سیاستوال مهاتما ګاندي، چې په شلمه پېړۍ کې د سوله ییزو غورځنګونو سمبول شو، پنځه ځله د سولې نوبل جایزې ته ونومول شو، خو نوموړي ته دغه جایزه ورنکړل شوه.

په ۲۰۰۶م کال کې، نارویژي تاریخ پوه ګیر لونډسټاد، چې هغه مهال یې د هغې کمېټې مشري کوله، وویل د ګاندي د لاسته راوړنو په وجه هغه ته د سولې نوبل جایزې نه ورکول د دغې جایزې په تاریخ کې تر ټولو لویه نیمګړتیا ده.