تورخم دروازه پاسپورټ، وېزې او تذکرې لرونکو افغانانو ته پرانیستل شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت ځايي چارواکو بيبيسي ته ویلي، د تورخم لاره دواړو غاړو ته پرانیستل شوې، خو دواړو غاړو ته پاسپورټ او وېزه لرونکي کسان پرېږدي.
عزیزالله مصطفی بيبيسي ته وویل: "د تورخم فرضي کرښه چې کله پرانیستل شوه، دواړو غاړو ته د عامو خلکو تګ-راتګ هم پیل شوی او دواړو خواوو ته له ډېر وخت راهیسې د راټولو شويو مسافرو شمېر ډېر شوی دی او هلته ګڼه ګوڼه ډېره ده".
ښاغلي مصطفی وویل، هڅه یې دا ده چې هلته په روژه کې د مسافرو ګڼه ګوڼه کمه کړي او خلک په اسانۍ له دروازې واوښتلی شي. د پاکستان لوري ته د کډوالۍ ادارې په سیستم کې د ستونزې رامنځته کېدو له کبله د مسافرو اوښتل ځنډول شوي وو.
کابل کې د بي بي سي خبریال یما بارز وايي، اوس پاکستان هغو افغانانو ته هم له دروازې د اوښتو اجازه ورکړې چې تذکرې لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ننګرهار مرستیال والي وویل، تورخم دروازه د اړتیا وړ بنسټونو د جوړولو پر سر د راپورته شوې لانجې له کبه تړل شوې وه، چې اوس هغه بشپړ شوي دي. "دروازه کې چې زموږ لخوا دېوال جوړول پیل شوي وو، لا یې هم کار روان دی او د ټرانزیټ او مسافرو پر مخ دروازه پرانیستې ده."
ځینو خبریالانو د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، د دوشنبې په ورځ یې هغو افغانانو ته د تورخم له لارې افغان خاورې ته د اوښتو اجازه ورکړې چې "تذکرې" لري. د پاکستان د کډوالۍ (امیګرېشن) په سیستم کې د ځینو ستونزو له کبله پاکستاني اړخ ته زرګونه افغانان له دروازې د اوښتو په تمه وو.
د شاه زلمي په نامه یوه خبریال پر اېکس لیکلي، د تورخم پورې غاړه، په زرګونو افغانان د پېژندپ اڼې پر مټ افغانستان ته د تګ هڅه کوي، خو د پاکستان د محدودیتونو له کبله لاهم ایسار پاتې دي. دوی په روژه کې، ټوله ورځ دغلته تېروي. پاکستان پر پېژند پاڼې تګ را تګ بند کړی، خو افغانان ترې غواړي چې دا محدودیتونه لېرې کړي.
دا پرمختګونه په داسې وخت کې کېږي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان په مشرۍ یو پلاوی کابل ته تللی و او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او نورو اړوندو چارواکو سره یې کتلي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستاني پلاوي ویلي، له افغانستان سره د دوامداره تعامل او دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ مو د اړیکو د پراختیا لپاره د پاکستان ژمنتیا یو ځل بیا تکرار کړې وه.
دواړو خواوو د لوړې کچې لیدنو او خبرو اترو د زیاتوالي پر سر موافقه وکړه، چې دوهاړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.
دا په تېرو درېیو میاشتو کې کابل ته د صادق خان دویم سفر دی، په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله د دواړو هېوادونو اړیکې خپل تر ټولو ټیټ حد ته رسېدلي دي.
پاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ وویل، یوازې هغه افغانان، چې قانوني وېزې او پاسپورټونه ولري، هېواد ته به د داخلېدو اجازه ترلاسه کړي.
خو جدي ناروغان به د پخوا په شان د دروازې له لارې د تګ راتګ اجازه ولري.
وړاندې د پاکستان د کډوالۍ ادارې چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي وو، چې د شنبې په ورځ له څلورو زرو ډېر پاسپورټ لرونکي افغانان خپل هېواد ته ستانه شول او له افغانستانه ۱۱۰۰ پاکستانيان خپل هېواد ته له کرښې واوښتل.
د تورخم دروازې د تړل کېدو له کبله دواړو غاړو ته سلګونه بار وړونکي او صادرات لېږدوونکي موټر ولاړ وو.











