ټرمپ محکمه کې د حاضرېدو لپاره نیویارک ته رسېدلی

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لوڅو فلمونو ممثلې سټورمي ډانیلز ته د پیسو ورکولو اړوندو مسلو د جنايي تورونو د سپیناوي په تړاو په محکمه کې د حاضرېدو لپاره چمتووالی نیسي.
ډونلډ ټرمپ به شپه د منهاټن (ټرمپ څلي) کې تېره کړي او د سې شنبې ګهیځ به محکمې ته حاضر شي.
په پام کې ده چې د ټرمپ محاکمې لپاره د محکمې ناسته د سې شنبې په ورځ په ځايي وخت ۱۴:۱۵ بجې (ګرینویچ ۱۹:۱۵ بجې) پیل شي او پر هغه له لګېدلو تورونو به پرده پورته شي.
ټرمپ پرې لګول شوي تورونه او سرغړونه ردوي.
ټرمپ لومړنی ولسمشر دی چې د امریکا په تاریخ کې له جنايي تورونو سره مخامخېږي.
وړاندې ټرمپ پر خپل ټوېټر لیکلي وو: "د سې شنبې په ګهیځ محکمې ته ځم، که دوی یې ومني یا نه، امریکا باید په دې ډول نه وای".
ټرمپ نیویارک ته په خپله ځانګړې الوتکه کې تللی او اټکل دی چې له محکمې مخکې له خپلو قانوني سلاکارانو سره سلا مشورې وکړي.
ټرمپ د منهاټن جنايي محکمې ته حاضرېږي. دا محکمه د امریکا د قانون عملي کولو بنسټ ګڼل کېږي.
محکمې ته د تګ پرمهال به د ټرمپ د ګوتو نښې واخیستل شي، خو لا روښانه نه ده چې د انځور اخیستو اجازه به یې وي او که نه.

د عکس سرچینه، Getty Images
بیا به د قاضي مخې ته درېږي او پرې لګول شوي تورونه به ورته لوستل کېږي. د هغه وکیلانو ویلي چې موکل یې هېڅ ګنا نه ده کړې.
امریکايي رسنیو ویلي، ټرمپ د سودګریزو راجسترونو د جعلکارۍ له یوې سرغړونې سره خامخا مخامخېدونکی دی. ځینې رپوټونه وايي، پر ټرمپ د لګول شویو تورونو په نوملړ کې شاوخوا ۳۰ تورونه راغونډ شوي.
په پام کې ده چې دغه پخوانی ولسمشر به د مادي ضمانت په بدل کې خوشی شي او د سې شنبې په ماښام به فلوریډا کې خپل استوګنځي ته ستون شي او هلته به په ځايي وخت ۲۰:۱۵ بجې یوې وینا ته چمتووالی ونیسي.
د نیویارک ښاروال اریک اډمز د دوشنبې په ورځ وویل، نیویارک ته له رسېدو مخکې په ټرمپ څلي کې ټینګ امنیت نیول شوی، که څه هم ښار کې کوم مشخص ګواښ نه دی اعلان شوی، خو چارواکو امنیت ټینګولو ته ژمنتیا ښودلې ده.
دی زیاتوي: "په داسې حال کې چې سبا ته به ځینې ترینګلتیا جوړوونکي عناصر زموږ ښار ته د راتلو په فکر کې وي، خو زموږ پیغام واضح دی: خپل ځانونه کنټرول کړئ".











