ډونلډ ټرمپ د پټه خوله پاتې کېدو بدل کې د پیسو ورکولو په قضیه کې رسماً تورن شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا مخکینی ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د جنسي یا پورن فلمونو یوې ممثلې ته د ۲۰۱۶ کال له ټولټاکنو مخکې د پټه خوله پاتې کېدو بدل کې د پیسو ورکولو قضیه کې رسماً تورن شو.
یوه منصفه پلاوي د پورن فلمونو ممثلې سټورمې دانیلز ته د ادعا شویو ناروا اړیکو په هکله د پټه خوله پاتې کېدو لپاره د ۱۳۰ زره ډالرو ورکولو دې قضیه کې د ښاغلي ټرمپ تورنولو لپاره رایې ورکړې.
ښاغلی ټرمپ په دې لړ کې له هر ډول ناقانوني کړنو انکار کړی خو له نوموړي به په یو شمېر نورو قضیو کې هم پوښتنې، ګروېږنې کېږي.
تر اوسه د هغو تورونو لیست نه دی پر ډاګه شوی، چې پر ښاغلي ټرمپ به ولګول شي.
د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلې سوسن نیکلس هم د پنجشنبې پر مازدیګر دا موضوع تائید کړه.
نوموړې زیاته کړه: ''هغه هېڅ جرم نه دی کړی، موږ به له ټول وس او توان سره په محکمه کې د دې سیاسي محاکمې پر ضد مبارزه وکړو.
۷۶ کلن ټرمپ په فلوریډا کې اوسی او ښايي راتلونکو ورځو کې په رسمي توګه د نیول کېدو او لومړی ځل دې قضیه کې محکمې ته د وړاندې کېدو لپاره نیویارک ته سفر وکړي.
د نیول کېدو په صورت کې به ښاغلي ټرمپ له داسې یوه وضعیت سره مخامخ شي، چې په جنايي قضیو کې د نورو ټولو تورنو کسانو په څېر به یې د ګوتو نښانونه او د څېرې تصویر اخیستل کېږي.
د نوموړي مدافع وکیلانو ډله وايي، ښاغلی ټرمپ به راتلونکې اوونۍ ځان محکمې ته وسپاري.
د یادونې ده چې د امریکا متحدو ایالتونو استخباراتي اداره چې د مخکنیو ولسمشرانو ساتنه کوي، د نوموړي امنیتي چارې پر غاړه لري.










