د افغانستان کرېکټ بورډ پر دريو لوبغاړو بنديزونه ولګول؛ "ای پي اېل کې هم نشي لوبېدلی"

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي پر دريو افغان لوبغاړو يې د يو لړ بنديزونو تر څنګ له هغوی سره مرکزي قراردادونه لغوه کړي دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له فضل الحق فاروقي، نوين الحق او مجيب الرحمن د يوه کال لپاره د ملي لوبډلې د مرکزي قرارداد د بېرته اخيستو او همدارنګه د دوو کلونو لپاره په بهرنيو سوداګريزو ليګونو کې د ګډون اجازې نه ورکولو پرېکړه کړې ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ په اعلاميه کې د دې پرېکړې علت د يادو لوبغاړو له خوا د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو ډډه ياده شوې چې په وينا يې دا د "ملي ګټو خلاف عمل" دی.
تراوسه دغو لوبغاړو د کرېکټ بورډ د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ويلي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي دغه پرېکړه يوې "باصلاحيته کمېټې" کړې چې له مخې به د يوه کال لپاره دغو لوبغاړو ته مرکزي قراداد نه ورکول کېږي، خو وايي د اړتيا په صورت کې به يې د لوبېدو په اړه غور کېږي.
همدا ډول کرېکټ بورډ وايي، "د راتلونکو دوو کلونو لپاره دوی ته په بهرنيو لیګونو کې د ګډون هېڅ اجازه نه ورکول کېږي" او وايي "اوسني اجازه ليکونه يې هم لغوه" شول.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې دغه دری لوبغاړي مجيب الرحمان، فضل الحق فاروقي او نوين الحق د هند غوره لیګ (ای پي اېل) کې بېلابېلو لوبډلو غوره کړي. خو د افغانستان کرېکټ بورډ کې يوې سرچينې بي بي سي ته ويلي، ياد لوبغاړي به د هند غوره لیګ کې هم د لوبېدو اجازه ونه لري.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي خپلې پرېکړې په اړه به د کرېکټ نړيوالې شورا، کرېکټ اسيايي شورا او نورو کرېکټ بورډونو او ښکېلو اړخونو سره شريکوي.











