د قزاقستان الماتا کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو لوی نندارتون پیل شو
- Author, پاینده څرګند
- دنده, الماتا ښار، قزاقستان
د قزاقستان الماتا ښار کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون نن یکشنبه په یو لړ ځانګړو مراسمو پیل شو چې د پیل مراسمو کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال مراد نورټلیو او افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ چارسمبالي وزیر نور الدین عزیزي ګډون درلود.
دغه نندارتون ته له کابله د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ چارسمبالی وزیر نور الدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ له خصوصي سکتور سره ورغلی دی.
ښاغلي عزیزي د نندراتون پرانیستغونډه کې وویل: "د قزاقستان لوی تاریخي او اقتصادي ښار الماتا کې د افغانستان او قزاقستان د محصولاتو لوی نندارتون کې یو، هیلهمن یو چې دا پروګرام راتلونکې کې هم دوام ومومي او د دواړو ملتونو په نژدېوالي او د سوداګرۍ د زیاتېدا او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د لا نژدې کېدو لامل وګرځي."
د تېر ۲۰۲۳ کال اګست میاشت کې هم د قزاقستان په استانه ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو نندارتون جوړ شوی و او دا په څه باندې یوه کال کې دویم هغه دی.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه، د تېر کال له نندارتون وروسته د ازبکستان او ترکمنستان په ګډون د سیمې په ګڼو هېوادونو کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتونونه جوړ شول.

د پیل مراسمو کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال مراد نورټلیو وویل "د دې نندراتون ګرانو ګډونوالو، الماتا ښار ته ښه راغلاست، اجازه راکړئ چې د افغانستان له مشرتابه نه زموږ د بلنې منلو او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریز مشارکت کې د افغانستان د دولت له لوري ګډون کې د همکارۍ مننه وکړم."

طالب چارواکي وایي دا ډول نندارتونونه د هېوادونو ترمنځ د ژورو او تاریخي اړیکو د پیاوړي کولو په مانا دي. نوموړي زیاته کړه د افغانستان کرنیز محصولات، لاسي صنایع، کانونه او نورې ټولې طبیعي سرچینې د صادرولو لوی ارزښت لري.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي د سیمې له هېوادونو، په تېره له دوست او همکار قزاقستان نه هیله لري چې د افغانستان د ښه کیفیت محصولاتو او تولیداتو لپاره نړیوالو بازارونو ته د رسېدو کې مرسته او ملا تړ یې وکړي. نوموړي وویل د ویاړ ځای دی چې اوس د افغانستان ډېری تولیدات د کیفیت له اړخه نړیوال معیار ته رسېدلي او په دا ډول نړیوالو نندارتونونو کې وړاندې کېږي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مراد د سپتمبر وروستیو کې هم ویلي وو چې افغانستان سره د قزاقستان همکاري د دوی په سیمهییزه اجنډا کې ده.












