الماتا کې د افغانستان د صادراتو نندارتون

د ویډیو تشریح، الماتا کې د افغانستان د صادراتو نندارتون
الماتا کې د افغانستان د صادراتو نندارتون

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ چارسمبالی وزیر نورالدين عزيزي د یوه پلاوي په مشرۍ یو پلاوی له خصوصي سکتور سره په ګډه د قزاقستان الماتا ښار ته رسېدلی چې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیزي.

په دغه نندارتون کې به د افغانستان غالۍ، قیمتي ډبرې او نور صادرېدونکي توکي وي.

وړاندې ښاغلي عزیزي ویلي وو، چې د تېر ۲۰۲۳ کال له اګست څخه د سږکال تر همدې میاشتې قزاقستان ته د افغانستان صادرات ۱۲۰ سلنه زیات شوي، نو ځکه ورته له دغه هېواد سره د راکړې ورکړې پراخول مهم دي.

زموږ همکار پاینده څرګند الماتا کې دغه نندارتون ته ورغلی چې ګډونوال پکې چمتووالی ورته نیسي.